ads

كونړ كې د ايتلافي ځواكونو علمياتو لسګونه كورنۍ كډوالۍ ته اړ كړي

د  کونړ له څوکۍ او نورګل ولسواليو څخه لسګونه کورنۍ د ايتلافي  او افغان ځواکونو د هغو عملياتو له امله کډوالۍ ته اړ شوي، چې د يوې تښتول شوې برتانوۍ ښځې په راخلاصونې پسې روان دي. د  کونړ له څوکۍ او نورګل ولسواليو څخه لسګونه کورنۍ د ايتلافي  او افغان ځواکونو د هغو عملياتو له […]

نویسنده: TKG
17 تله 1389

د  کونړ له څوکۍ او نورګل ولسواليو څخه لسګونه کورنۍ د ايتلافي  او افغان ځواکونو د هغو عملياتو له امله کډوالۍ ته اړ شوي، چې د يوې تښتول شوې برتانوۍ ښځې په راخلاصونې پسې روان دي.

د  کونړ له څوکۍ او نورګل ولسواليو څخه لسګونه کورنۍ د ايتلافي  او افغان ځواکونو د هغو عملياتو له امله کډوالۍ ته اړ شوي، چې د يوې تښتول شوې برتانوۍ ښځې په راخلاصونې پسې روان دي.

کډوال شوي خلک، چې د ايتلافي ځواکونو عملياتو کې د شاوخوا پينځلسو ولسي وګړو د وژل کېدو خبره کوي، وايي د همدې مرګ، ژوبلې له وېرې يې کورونه پرېښي.

د دې کډوالو له ډلې يوازې څلوېښت کورنۍ د نورګل له مزاردرې څخه د ننګرهار ښېوې ولسوالۍ ته کډوالې شوي .

د کونړ ځايي چارواکي او په ختيځ کې د ايتلافي ځواکونو مطبوعاتي اداره د نور و ورځو په شان په دې اړه له خبرو ډډه کوي، خو د کونړ د ولايتي شورا رئيس مياحسن عادل او د شورا يوه غړي سکندرشاه کليد ته له يادو سيمو د ګڼو خلکو د کډوالېدو خبره ومنله.

دوى دغه راز  د څوکۍ په دېوه ګل او د نورګل په مزاردره سيمو کې اوس هم د افغان او ايتلافي ځواکونو د عملياتو د دوام خبرورکوي.

د امريکاد ډي،اى،اې موسسې  برتانوۍ  کارکوونکې، چې له تښتونې يې ترلسو ډېرې ورځې کېږي، د راخلاصونې پوځي هڅې يې له تېرې چارشنبې ورځې راهيسې پيل شوي.

د ولايتي شورا رېس هم پکې د شاوخوا پينځلسو ولسي وګړو د وژل کېدو پخلى کړى.

دا عمليات نن   په داسې حال کې روان دي، چې وړمه ورځ د سلفي طالبانو په نامه د دې تښتول شوې برتانوۍ د تښتونکو مشر د عملياتو د پاى ته نه رسېدو په صورت کې د دې ښځې د وژلو ګواښ کړى و.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA