د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيريستان كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكې بريد كې ۵ تنه مړه او درې نور ټپيان شول.
په ميرانشاه كې يوه دولتي چارواكي رسنيو ته ويلي، چې تېره شپه نهه بجې له ميرانشاه څخه نږدې شل كيلو مټره لرې د دته خېل كلي په چارخېلو كې امريكايي بې پيلوټه الوتكو يو كور په نښه كړ، چې په پايله كې يې ۵ دغه مرګ ژوبله رامنځته شوه.
د نوموړي په وينا، دغه بريد د دوو توغنديو په واسطه شوى، چې د كور دوه خونې پكې په پوره ډول له منځه تللي.
سرچينې زياته كړې، چې په دغه بريد كې د كوم لوړ پوړي شخص د وژل كېدو خبر نه دى ترلاسه شوى، خو ويل كېږي، چې دغه كسانو د سيمه ييزو طالبانو له ډلې سره، چې مشري يې حافظ ګل بهادر كوي اړيكې درلودې.
له دې بريده وړمه ورځ د شمالي وزيريستان مركز ميرانشاه بازار كې د ورته بريد له امله ۶ تنه مړه او ده تنه ټپيان شول.
په وژل شويو كسانو كې د سيمه ييزو طالبانو يو قوماندان زاهد خان هم شامل و.
شمالي وزيريستان د طالبانو د سيمه ييز قوماندان حافظ ګل بهادر مهم مركز بلل كېږي.
د يادونې وړ ده، چې له يوې مودې راهيسې په شمالي وزيريستان كې د امريكايي بې پيلوټه الوتكو بريدونو كې ډېروالى راغلى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


