د راپورنو له مخې د بلوچستان په بولان سيمه كې نامعلومو وسله والو ناټو ځواكونو ته پر تېل وړونكو ټانكرونو بريد كړى، چې په پايله كې يې ۲۹ ټانكرونه له منځه تللي.
د راپورنو له مخې د بلوچستان په بولان سيمه كې نامعلومو وسله والو ناټو ځواكونو ته پر تېل وړونكو ټانكرونو بريد كړى، چې په پايله كې يې ۲۹ ټانكرونه له منځه تللي.
د دولتي تلويزيون پي ټي وي د راپور له مخې دغه پېښه د بولان په مټهړي سيمه كې د شپې له خوا رامنځته شوې.
د سرچينې د معلوماتو له مخې ۲۹ ټانكرونه له كراچۍ څخه افغانستان ته پر لاره وو، چې د مټهړي نومې ځاى كې د دمې پر مهال پرې نامعلومو كسانو بريد وكړ او په پايله كې يې ټول ټانكرونه له منځه لاړل.
سرچينې د سيمه ييزو خلكو له خولې ويلي، چې پر ټانكرونو لومړى د سپكو وسلو ډزې وشوې او ورپسې د راكټو بريد وشو، چې له امله يې په ټانكرونو كې اور ولګېد.
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان پولو له تړلو وروسته په پاكستان كې بې شمېره د تېلو ټانكرونه ولاړ دي، چې د وسله والو لپاره آسانه هدف ګرځېداى شي.
دا په روانه ميلادي مياشت اكټوبر كې ناټو ځواكونو ته پر تېل وړونكو ټانكرونو ۵ مه حمله ده، تر دې وړاندې ورته بريدونه په شكارپور، اسلام اباد كوټې او نوښار كې شوي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


