ځايي امنيتي چارواكو په بادغيس ولايت كې د طالبانو لخوا په دغه ولايت كې د ټاكل شوي مرستيال والي د وژلو خبر وركړ. د سرچينې په وينا، نن له غرمې مخكې نږدې ۱۱ بجې د ايتلافي ځواكونو په هوايي بريد كې د طالبانو مرستيال والي ملا جمال الدين له يوه ملګري سره و وژل شول.
ځايي امنيتي چارواكو په بادغيس ولايت كې د طالبانو لخوا په دغه ولايت كې د ټاكل شوي مرستيال والي د وژلو خبر وركړ.
د سرچينې په وينا، نن له غرمې مخكې نږدې ۱۱ بجې د ايتلافي ځواكونو په هوايي بريد كې د طالبانو مرستيال والي ملا جمال الدين له يوه ملګري سره و وژل شول.
د بادغيس ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالجبار كليد ته وويل، چې د ايتلافي ځواكونو الوتكو يو موټر سايكل، چې پرې ملا جمال الدين او ملګرى يې سپاره وو، په نښه كړ.
دعبدالجبار په وينا، دغه پېښه د مقر ولسوالۍ په توله شېر سيمه كې رامنځته شوې ده.
نوموړي زياته كړې، چې ملا جمال الدين د بادغيس په ډېرو ناامنيو كې لاس لاره، چې په وژلو سره به يې په دغه ولايت كې امنيتي وضعيت يو څه ښه شي.
د يادولو وړ ده، چې درې ورځې وړاندې ځايي چارواكو په دغه ولايت كې د طالبانو لخوا د ټاكل شوي والي مولوي اسماعيل د وژلو خبر هم وركړى و.
د سرچينې په وينا، مولوي اسماعيل له خپلو پنځو ملګرو سره په بالامرغاب ولسوالۍ كې د يوه هوايي بريد په ترڅ كې وژل شوى و.
طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


