ads

ننګرهار كې د ملي پوليسو پر رېنجر موټر بمي چاودنه

د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې پرون د پوليسو پر يوه رينجر موټر چاودنه شوې، چې چارواکي پکې د تلفاتو اوښتل ردوي او ترڅنګ يې په چپرهار د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې پرون د پوليسو پر يوه رينجر موټر چاودنه شوې، چې چارواکي پکې د تلفاتو اوښتل ردوي او ترڅنګ يې په […]

نویسنده: TKG
15 تله 1389

د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې پرون د پوليسو پر يوه رينجر موټر چاودنه شوې، چې چارواکي پکې د تلفاتو اوښتل ردوي او ترڅنګ يې په چپرهار

د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې پرون د پوليسو پر يوه رينجر موټر چاودنه شوې، چې چارواکي پکې د تلفاتو اوښتل ردوي او ترڅنګ يې په چپرهار ولسوالۍ کې د يوه توغول کېدونکي ميزايل د توغونې له مخنيوي خبر ورکوي.

د ننګرهار د امنيې قومندانۍ وياند سمونوال عبدالغفور له نورو جزياتو  پرته په سره رود کې د پوليسو پر موټر چاودنه مني، خو وايي ځاني او مالي تلفات نه لري.

دى دغه راز په چپرهار ولسوالۍ کې د يوه توغول کېدونکي ميزايل د توغول کېدو د مخنيوي خبره هم كوي، خو دا نه څرګندوي، چې ميزايل پر ښار او که هملته پر کومې سيمې توغول کېده.

پر پوليسو د چاودنې مسوليت د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له ناڅرګند ځايه کليد ته پرغاړه واخېست او ويې ويل، چې دغه چاودنه يې پرون غرمه يوولس بجې په رېسانو قلا سيمه کې کړې.

مجاهد بياد چارواکو د وينابرعکس په دې چاودنه کې د درېيو پوليسو د وژل کېدو او څلورو نورو د ټپي کېدو دعوه لري.

ننګرهار، چې له وروستيو راهيسې يې کړکېچن شوى امنيتي وضعيت بيرته راکابو شوى،دا پکې په ځنډ سره شوې چاودنه ګڼل کېږي

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA