د هېواد په جنوب ختيځ زون کې د اسيايې بنسټ مسؤل محمد اياز عزيزي يوې غونډې ته په وينا کې وويل، ولايتونو ته له هغې بوديجې پرته، چې د دولت
د هېواد په جنوب ختيځ زون کې د اسيايې بنسټ مسؤل محمد اياز عزيزي يوې غونډې ته په وينا کې وويل، ولايتونو ته له هغې بوديجې پرته، چې د دولت له خوا ورته ځانګړې کېږي د ځینو ټولنیزو کارونو د ترسره کېدو په موخه، چې نورې کومې پیسې ورکړل شوي، د پکتيا په ولايت کې په سم ډول دا پیسې لګول شوې دي.
اياز عزيزي دا هم وویل، له پنځو مياشتو را په دې خوا دوى د يوه پروګرام له مخې ټول ولايتونه تللي دي او په وينا يې، اووه ولايتونه يې داسې دي، چې لګښتونه پکې په سم او ښه ډول شويدي او په دې اوو ولايتونو کې یو پکتيا هم دى.
په غونډه کې، چې د پکتيا پر ولايتي چارواکو سربېره سلګونه قومي مشرانو هم ګډون کړی وو، والي جمعه خان همدرد په خپلو خبرو کې د اسيايې بنیاد ((اشيا فونډيشن)) له غړيو مننه وکړه او پکتيا كې پر مېشتو قومونو يې غږ وکړ، چې د بيا رغونې په چارو کې دې ورسره مرسته وکړي تر څو په دې برخه کې لا پرمختګ وشي.
په دې غونډه کې د پکتيا والي ته د اسيايې بنسټ له لوري يو ستاينليک هم په دې خاطر ورکړل شو، چې په خپلو چارو کې تر يو بريده بريالی دی.
د پکتيا اوسيدونکو، چې تر دې مهاله له مرکزي دولت څخه د بیا رغونې په برخه کې دې ولايت د نه پاملرنې له امله څو غونډې او لاريونونه تر سره کړي دي او لا هم په بشپړ ډول له مرکزي دولت څخه راضي نه برېښي، خو دا لومړی ځل دی، چې د يو بنیاد له لوري په دې ولايت کې د سمو کارونو د کولو ستاينه کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


