د جمهور رئيس کرزي لخوا پر لغمان د وروستيو عملياتو څېړونکي پلاوي په دې عملياتو کې د ديارلسو ولسي وګړو د وژل کېدو او يوولسو نورو د ټپي کېدو پخلى وکړ.
د جمهور رئيس کرزي لخوا پر لغمان د وروستيو عملياتو څېړونکي پلاوي په دې عملياتو کې د ديارلسو ولسي وګړو د وژل کېدو او يوولسو نورو د ټپي کېدو پخلى وکړ.
دا عمليات، چې د روانې ميزان مياشتې په درېيمه شپه د الېشنګ ولسوالۍ په ماسموت کلي کې د ګډو دولت پلوو ځواکونو لخوا وشول، پخوا تردېرشو د زياتو وسله والو طالبانو د وژنې دعوه پکې شوې وه.
د پېښې د څېړونکي پلاوي غړى او په ولسي جرګه کې د لغمان استازى مولوي سيدالرحمان وايي، چې څېړنو يې ښودلې، چې ياد شوي عمليات له کومې اړتيا او موخې پرته شوي، ځکه د ده په وينا، تر عملياتو درې ورځې وړاندې د ماسموت قومي مخورو د لغمان ادارې ته په سيمه کې د وسله والو طالبانو د نه پرېښودو او ورسره د نه همکارۍ ژمنه ورکړې وه.
د مولوي سيدالرحمان په وينا، دوى د ماسموت پېښې څېړنه کې پر ولسي خلکو سربېره، ولايتي چارواکو او همدا شان ايتلافي ځواکونو سره ناستې کړي او د ټولو غاړو نظرونه يې را اخېستي او د پلاوي د مشر حاجي دين محمد په مشرۍ يې د خپلو څېړنو پايلې پرون ولسمشر کرزي ته سپارلي او هغه پرې د يکشنبې پر ورځ د امنيت شورا غونډه کې د بحث پريکړه کړې.
د ماسموت پېښې د دې څېړونکي پلاوي د کار پر پايلې د سيمې خلکو سره خبرو کې پاتې راغلو، خو تر يادې پېښې يوه ورځ وروسته يو شمېر قومي مخورو په عملياتو کې وژل شوي ولسي خلک تراوسنۍ ښودل شوې کچې زيات بللي وو.
په لغمان کې دا ولسي مرګ، ژوبله، چې ايتلافي او افغان چارواکو لومړى نه منله، په دې ولايت کې د ولسي وژنې لومړۍ پېښه نه ده.
څو ځله وړاندې هم د ورته او نورو عملياتو پر مهال دلته ولسي خلکو ته مرګ، ژوبله اوښتې وه، چې د ځايي خلکو په وينا افغان دولت يې بياد تکرار مخنيوي او څېړنه کې کوم قانع کوونکى ګام نه دى اخېستى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

