د کونړ مستوفي په دې ولايت کې پر مېشتو مرستندويو ادارو په نيوکې سره وايي، چې دوى سره د چارو د نه همغږۍ له امله يې ډېرې پروژې بې کيفيته او کمزورې دي.
د کونړ مستوفي په دې ولايت کې پر مېشتو مرستندويو ادارو په نيوکې سره وايي، چې دوى سره د چارو د نه همغږۍ له امله يې ډېرې پروژې بې کيفيته او کمزورې دي.مستوفي عبدالغفور نورستاني د يوې ځانګړې مرکې پرمهال کليد ته وويل، چې تېر کال تر اتيا ميلونه ډالرو زياتې پيسې بهرنيو مرستندويانو دې ولايت کې د دوى له خبرونې پرته لګولي، چې دوى پرې نيوکې او ملاحظات لري.
دى د دې ملاحظاتو له منځه د همدې مرستندويانو لخوا له ډېرو جزياتو پرته يو شمېر جوړې شوې ودانۍ يادوي، چې په وينايې، کيفيت يې خراب او د اندېښنې وړدى.
د کونړ مستوفي کليد سره دې ځانګړې مرکه کې دغه راز له ماليې وزارته غوښتنه وکړه، چې د هرې سيمې اړتياوو ته پام سره دې ولايتي چارواکو ته د بوديجې جوړونې صلاحيت ورکړي.
کونړ، چې د هېواد ختيځ کې پروت د کمو اسانتياوو لرونکى غره ييز ولايت دى، مستوفي يې پر بهرنيو مرستندويانو دا نيوکې وروسته تردې کوي، چې ډېرکله د همدې مرستندويانو لخوا بشپړې شوې پروژې د دې ولايت چارواکو پرانېستي او له څرنګوالي يې خوښي ښودلې.
د ځينو په اند که اوسنۍ نيوکې هماغه پخپل وخت شوې واى،يا بيا کېدونکې نيوکې که اوس وشي، نو څرګنده به شي، چې کومه موسېسه په کومه پروژه کې درغلي او سرغړونه کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


