د سې شنبې په ماښام نږدې اووه نیمې بجې د کندهار ښار د څلوارلسمې ناحیې اړوند د پنجوایي دوه لاري ته څېرمه درې پرلپسې چاودنې شوي،
د سې شنبې په ماښام نږدې اووه نیمې بجې د کندهار ښار د څلوارلسمې ناحیې اړوند د پنجوایي دوه لاري ته څېرمه درې پرلپسې چاودنې شوي، چې د ځايي چارواكو په وينا شاوخوا ۳۵ تنو ته پكې مرګ ژوبله اوښتې.
د کندهار د امنیه قوماندان مل پاسوال سردارمحمد ځاځي په وینا، ترلومړۍ چاودني وروسته کله، چې پولیس د پیښې ځای ته ورغلل، دوې نورې چاودنې وشوې.
د کندهار د عامې روغتیا رئیس ډاکټرعبدالقیوم پخلا د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه وویل، چې د یادې پېښې وروسته میرویس روغتون ته ۳۵ تنه راوړل شوي، چې نهه وژل شوي او۲۶ تنه نور يې ژوبل دي، چې په ژوبل شويو کسانو کې څلور پولیس او لس تنه ماشومان دي او په وژل شويو کسانو کې یوتن پولیس او اته تنه ماشومان شامل دي.
دغه چاودنې، چې د کندهار د والي وياند يې پنځه بولي، تر اوسه يې چا پړه پر غاړه نه دى اخيستې.
د یادونې وړ ده، چې د دوشنبې په ماښام په اووه نیمو بجو هم د کندهار ښار د خواجک بابا سیمه کې دريو چاودنو یولسو تنوته مرګ ژوبله اړولې وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


