ads

د بهرنيو ځواكونو په علمياتو كې ۱۴ ملګي وګړي ووژل شول

د کونړ د ولايتي شورا رئيس د بهرنيو ځواکونو په هغه بمبار کې د شاوخوا څوارلسو ولسي وګړو د وژل کېدو خبر ورکوي، چې له دوه ورځو راهيسې د يوې تښتول شوې برتانوۍ په موندلو پسې پيل شوي. د کونړ د ولايتي شورا رئيس د بهرنيو ځواکونو په هغه بمبار کې د شاوخوا څوارلسو ولسي […]

نویسنده: TKG
14 تله 1389

د کونړ د ولايتي شورا رئيس د بهرنيو ځواکونو په هغه بمبار کې د شاوخوا څوارلسو ولسي وګړو د وژل کېدو خبر ورکوي، چې له دوه ورځو راهيسې د يوې تښتول شوې برتانوۍ په موندلو پسې پيل شوي.

د کونړ د ولايتي شورا رئيس د بهرنيو ځواکونو په هغه بمبار کې د شاوخوا څوارلسو ولسي وګړو د وژل کېدو خبر ورکوي، چې له دوه ورځو راهيسې د يوې تښتول شوې برتانوۍ په موندلو پسې پيل شوي.

رئيس مياحسن عادل وايي، بمبار د څوکۍ ولسوالۍ په دېوه ګل غره ييزه سيمه کې يوازې د بهرنيو ځواکونو لخوا په هوايي او ځمکني ډول روان دي.

دى د دې عملياتو د مخالفت ترڅنګ د برتانوۍ ښځې د تښتونې پړه پر وسله والو طالبانو اچوي.

د کونړ د ولايتي شورا رئيس پردې سيمې د بمبار لامل ځايي خلکو سره د وسلو شتون بولي، چې په وينايې، د شخصي دښمنيو لپاره يې لري، خو دى دعوه لري، چې بهرنيو ځواکونو اکثره همدا خلک تر بمبار لاندې راوستي.

د کونړ امنيې قومندان او په ختيځ کې د ايتلافي ځواکونو مطبوعاتي اداره د دې عملياتو په اړه له څه ويلو ډډه کوي.

د کونړ د روغتيا رئيس ډاکټر اسدالله فضلي وايي، چې په دېوه ګل کې له ولسي وژنو يوازې د يوې اوازې په توګه خبردى، خو دوى ته ترې تراوسه مړي او ټپيان نه دي وروړل شوي.

ځايي خلکو سره په دې اړه خبرو کې پاتې راغلو، خو بايد وويل شي، چې د امريکا ډي،اى،اې موسسې سره په کار بوخته يوه برتانوۍ ښځه له درېيو افغان همکارانو سره د اوړمې يکشنبې پر ورځ له جلال اباده کونړ ته د تلو پرمهال له څوکۍ ولسوالۍ څخه تښتول شوې وه، چې مسوليت يې د وسله والو طالبانو په ګډون کومې ډلې نه دى منلى.

څو ورځې وړاندې د هغې  تښتول شوي افغان همکاران پرېښودل، خو برتانوۍ ښځه د ولايتي شورا د رئيس په وينا، ځکه خوشې نه شوه، چې ايتلافي ځواکونو يې د تښتونې لومړيو ورځو کې د راخلاصونې سوله ييزو هڅو سره پوځي هڅې ملګرې کړې.

د ايتلافي ځواکونو دا پوځي هڅې هماغه له لومړي سره د ولايتي شورا رئيس ناکامې بللې او ګواښ يې کړى، چې ښايي په ترڅ کې يې دغه ښځه ووژل شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA