ads

د كندهار مرستيال ښاروال او د علماوو شورا يو غړى ووژل شول

د کندهار مرستيال ښاروال، چې پرون مازيګر يي په يوې پېښې کې سخت ټپونه اخيستي وو نن سهار ساه وركړه. مرستيال ښاروال نور احمد نظري د دوشنبې په ماسپښين   د کندهار مرستيال ښاروال، چې پرون مازيګر يي په يوې پېښې کې سخت ټپونه اخيستي وو نن سهار ساه وركړه. مرستيال ښاروال نور احمد نظري […]

نویسنده: TKG
13 تله 1389

د کندهار مرستيال ښاروال، چې پرون مازيګر يي په يوې پېښې کې سخت ټپونه اخيستي وو نن سهار ساه وركړه. مرستيال ښاروال نور احمد نظري د دوشنبې په ماسپښين

 

د کندهار مرستيال ښاروال، چې پرون مازيګر يي په يوې پېښې کې سخت ټپونه اخيستي وو نن سهار ساه وركړه.

مرستيال ښاروال نور احمد نظري د دوشنبې په ماسپښين د خپل کار ځاى څخه د کور پر لور روان و، چې نامعلومو وسله والو د دويمې ناحيې په کاريز بازار سيمه کې په ډزو وويشت او وروسته ميرويس روغتون ته وليږدول شو، چې سهار يې په ياد روغتون کې ساه ورکړه.

د يادونې وړ ده، چې په ورته وخت کې د علماوو د شورا غړى مولوي حبيب الله هم په لويه وياله سيمه کې نامعلومو کسانو په ډزو وواژه .

په دواړو پېښو کې بريد کونکي په تيښته بريالي شوي، چې چارواکي يي په نيونه کې د جدي پلټونو يادونه کوي.

تردې وړاندې پرون سهار مهال هم په ميرويس مېنه سيمه کې د سړک غاړي ماين يو عام وګړى ژوبل کړ او د دوشنبې ماښام په دريو ماين چاودنو کې چارواکي د دوو پوليسو د وژنې او د يوعام وګړي په ګډون د نهو پوليسو د ټپي كېدو خبره کوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA