د دوشنبی په ماښام د پکتیکا ولایت د یوسف خېلو ولسوالۍ اړوند د ښرنی خیرکوټ پر لویه لاره د زمریکوټ کلي ته څېرمه د جاني خېلو د ولسوال پر موټر
د دوشنبی په ماښام د پکتیکا ولایت د یوسف خېلو ولسوالۍ اړوند د ښرنی خیرکوټ پر لویه لاره د زمریکوټ کلي ته څېرمه د جاني خېلو د ولسوال پر موټر وسله وال برید شوی، چې ولسوال ترې روغ وتلی، خو دواړو لوریو یو بل ته د مرګ ژوبلي اړولو دعوې کړي .
د پکتیکا ولایت د امنیي قومندانۍ قومندان مل پاسوال دولت خان ځدراڼ د دې خبرې د پخلي پرمهال کلید ته وویل، چې برید د جاني خېلو د ولسوال پر موټرشوی، چې ولسوال ترې روغ وتلی، خو یو تن پولیس سرسری ټپي شوي دی .
امنیه قومندان داهم وویل، چې په ځوابي برید کې یې دوه تنه وسله وال طالبان ژوندي نیولي او یو تن یی ټپي کړی دي .
اخوا بیا د وسله والو طالبانو ویاند ذ بیح الله مجاهد کلید رادیو ته وویل، چې په یاد برید کې د ولسوال موټر په راکټ ویشتل شوی، چې ولسوال او سپاره کسان ټول پکې وژل شوي دي .
د پکتیکا د والي ویاند مخلص افغان هم د طالبانو د ویاند خبره رد کړه او ویې ویل، چې په یاده سیمه کې یې څلور تنه ترشک لاندې کسان نیولي، چې پوښتنې ګروېږنې ترې روانې دي.
د ښرنې د روغتون مسولینو که په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د سیمې اوسیدونکو د برید پخلى کړی او د مرګ ژوبلې په اړه يي معلومات نه دي ورکړي
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


