كندهار ښار كې تېر ماښام څه باندي اوه بجې دريو چاودنو دوه تنه پولیس ووژل او د یوه عام وګړي په ګډون یې نهه پولیس ټپیان کړل. د کندهار ښار د څلورمی ناحیی اړوند د خواجک بابا په سیمه
كندهار ښار كې تېر ماښام څه باندي اوه بجې دريو چاودنو دوه تنه پولیس ووژل او د یوه عام وګړي په ګډون یې نهه پولیس ټپیان کړل.
د کندهار ښار د څلورمی ناحیی اړوند د خواجک بابا په سیمه کی د پولیسو پر موټرو د سړک غاړی ماین درې چاودنې ترسره شوې، چې د کندهار د والي ویاند زلمي ایوبي په وینا، په ترڅ کې يې دوه پوليس وژل شوي، اته پوليس او يو ملکي وګړى ټپيان شوي دي .
د کندهار امنیه قوماندان مل پاسوال سردار محمد ځاځی هم پېښه او ياد شوي ارقام تایدوي.
بل پلو د کندهار د ميرويس روغتون ډاکټران وايي، چې دوى ته د يادو پېښو لس ټپيان او څلور مړي ور وړل شوي دي، چې وژل شوي کسان ټول پوليس دي او په ټپيانو کې درې ملکي وګړي او اووه تنه پوليس شامل دي .
د پیښې مسؤلیت تر دا مهاله چا پر غاړه نه دى اخيستى
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


