ads

احتمالي بريدونو اروپايان په وېره كې اچولي

پر بريتانيې او امريكا سربېره ډېرو نورو حكومتونو هم د خپل هېواد اوسېدونكي په اروپا كې له احتمالي ترهګريزو بريدونو څخه خبر كړل. سويډن او جاپان هم د خپل هېواد اوسېدونكي ته خبر وركړ، چې اروپا كې د سفر پرمهال هوښيار وه اوسي.   پر بريتانيې او امريكا سربېره ډېرو نورو حكومتونو هم د خپل […]

نویسنده: TKG
13 تله 1389

پر بريتانيې او امريكا سربېره ډېرو نورو حكومتونو هم د خپل هېواد اوسېدونكي په اروپا كې له احتمالي ترهګريزو بريدونو څخه خبر كړل. سويډن او جاپان هم د خپل هېواد اوسېدونكي ته خبر وركړ، چې اروپا كې د سفر پرمهال هوښيار وه اوسي.

 

پر بريتانيې او امريكا سربېره ډېرو نورو حكومتونو هم د خپل هېواد اوسېدونكي په اروپا كې له احتمالي ترهګريزو بريدونو څخه خبر كړل.

سويډن او جاپان هم د خپل هېواد اوسېدونكي ته خبر وركړ، چې اروپا كې د سفر پرمهال هوښيار وه اوسي.

امنيتي ادارو په تېره اونۍ كې په دغه لويه وچه كې، د هغه ډول بريدونو د خطر خبره وكړه، چې په ۲۰۰۸ ميلادي كال كې د هندوستان په ممبي ښار كې تر سره شوي وو.

امريكايي چارواكو ويلي، وو چې دغه بريدګر ښايي، بريتانيه، جرمني اوفرانسه په نښه كړي.

خو د بريتانيې د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې په جرمني او فرانسه كې د دغه بريدونو د ترسره كېدو خطر زيات دى.

د جرمني د كورنيو جارو وزير ويلي، چې تر اوسه د دغه راز بريدونو په اړه كره شواهد شتون نه لري او چاپيريال كړكېچن كول ښه نه دي.

نوموړي زياته كړې، چې له ۲۰۰۹ ميلادي كال راهيسې د دغه راز بريدونو له خطره خبر دي او امنيتي ځواكونه يې د دغه نامعلوم بريد دفعه كولو ته چمتو دي.

فرانسوي چارواكو ويلي، چې د دوى ځواكونه نيمه تيارسۍ دي، ځكه دا مهال د پوره تيارسۍ اړتيا نشته.

په روانه اونۍ كې د پاريس د ايفل برج او څېرمه سيمه دوه ځلې له خلكو خالي شوې او پوليسو يو كس، چې ګواښونه يې كول نيولى دى.

د ايټاليا د كورنيو چارو وزير هم ويلي، چې د بريدونو امكان ډېر زيات دى او د هېواد حكومتي چارواكي يې دغه حالات په ژوره توګه څاري

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA