نن سهار نهه بجې د میرویس مېني په سیمه کې یوې چاودنې یو ملکي وګړی ژوبل کړ. پېښه هغه مهال رامنځته شوه، کله، چې د پولیسو رېنجر موټر له یادې سیمې څخه د تېرېدو په حال کی و.
نن سهار نهه بجې د میرویس مېني په سیمه کې یوې چاودنې یو ملکي وګړی ژوبل کړ.
پېښه هغه مهال رامنځته شوه، کله، چې د پولیسو رېنجر موټر له یادې سیمې څخه د تېرېدو په حال کی و.
د کندهار امنیه قوماندان مل پاسوال سردار محمد ځاځى پېښې پخلى كوي او وایي، چې چاودېدونکي توکي پریوه موټرسایکل ځای پر ځای شوي وو، چې پوليسو ته پکښې مرګ ژوبله نه ده اوښتې او یوازې یو ملکي کس لږ ژوبل شوی دی.
بلخوا بیا د والي ویاند زلمی ایوبي وایي، چې په دغه چاودنه کې دوه ملګي وګړي ژوبل شوي دي.
د دغې چاودنې مسولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.
د یادونې وړ ده، چې په دې ورستیو کې د مخامخ بریدونواو ځانمرګو بریدونو په پرتله د ماینونو د چاودني پېښې زیاتې شوي دي، چې زیاته مرګ ژوبله یې هم ملكي وګړو ته اوړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


