ads

د ډي آى اې تښتول شوي افغان كاركوونكي خوشې شول

  د کونړ د ولايتي شورا رئيس په دې ولايت کې د ناڅرګندو تښتونکو لخوا د يوې امريکايي موسېسې د هغو درېيو افغان کارکوونکو  د خوشې کېدو پخلى کوي، چې له يوې برتانوۍ مېرمنې سره د تېرې يکشنبې پر ورځ تښتول شوي وو.   رئيس مياحسن عادل، چې دغه کسان موټر چلوونکي ګڼي، وايي وړمه […]

نویسنده: TKG
12 تله 1389

 

د کونړ د ولايتي شورا رئيس په دې ولايت کې د ناڅرګندو تښتونکو لخوا د يوې امريکايي موسېسې د هغو درېيو افغان کارکوونکو  د خوشې کېدو پخلى کوي، چې له يوې برتانوۍ مېرمنې سره د تېرې يکشنبې پر ورځ تښتول شوي وو.

 

رئيس مياحسن عادل، چې دغه کسان موټر چلوونکي ګڼي، وايي وړمه ورځ ناوخته خپله د تښتونکو په خپله خوښه له کوم جوړ، جاړي يا پيسو اخېستو پرته خوشې شوي، خو په اړه يې نور جزيات نه ورکوي.

د ولايتي شورا رئيس دا هم وايي، چې د ډى،آى،اې امريکايي موسسې دې کارکوونکو سره يو ځاى تښتول شوې برتانوۍ مېرمنه لا هم د تښتونکو په ولکه کې ده.

د کونړ ځايي چارواکي له څوکۍ ولسوالۍ څخه د تښتول شويو دغو کسانو  په   اړ ه له خبرو ډډه کوي، خو يو شمېر رسنۍ وايي، چې د دې تښتول شويو افغان کارکوونکو يوه تن ورته د خپلې خوشې کېدنې  پخلى کړى دى.

د يو بل خبر له مخې د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له ناڅرګند ځايه کليد ته په ټليفون دعوه وکړه، چې نن سهار لس بجې يې د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې د ايتلافي سرتېرو پر يوې پلې ګزمې بريد او چاودنه کې درې دغه سرتېري وژلي او پينځه نور يې ټپيان کړي، چې ځايي چارواکي يې په اړه څه نه وايي او په ختيځ کې د ايتلاف مطبوعاتي اداره يې ناسمه بولي.

کونړ، چې له څه مودې راهيسې يې امنيتي وضعيت يو څه ښه شوى و،د برتانوۍ مېرمنې ترتښتول کېدو وروسته پکې پر افغان او بهرنيو ځواکونو د وسله والو طالبانو د بريدونو دعوې ډېرې ترلاسه کېږي، چې ډېر کله يې چارواکي نه مني.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA