د جمهور رئيس وياند،د يكشنبې په ورځ د اتو كورنيو او بهرنيو خصوصي امنيتي كمپنيو د ړنګېدو ، منحلېدو او په نژدې راتلونكي كې يې د سولې د عالي شورا د لومړۍ غونډې د جوړېدو خبر وركړ.
د جمهور رئيس وياند،د يكشنبې په ورځ د اتو كورنيو او بهرنيو خصوصي امنيتي كمپنيو د ړنګېدو ، منحلېدو او په نژدې راتلونكي كې يې د سولې د عالي شورا د لومړۍ غونډې د جوړېدو خبر وركړ.
د جمهور رئيس كرزي وياند وحيد عمر د يوې خبرې غوڼدې په ترڅ كې وويل، چې د هېواد د كورنيو چارو وزير بسم الله محمدي نن د جمهوري رياست د امنيت په شورا كې د اتو خصوصي امنيتي كمپنيو د ړنګېدو او منحليدو څخه يادونه وكړه.
د عمر په وينا، په دې خصوصي امنيتي كمپنيو كې كورنۍ او بهرنۍ كمپنۍ شاملې دې.
د خصوصي امنيتي كمپينو د ړنګېدو او منحلېدو فرمان شاوخوا يوه نيمه مياشت مخكې د هېواد جمهور رئٍيس حامدكرزي وركړى و او امنيتي ارګاونو ته يې لارښوونه كړې وه، چې ټولې كورنۍ او بهرنۍ خصوصي امنيتي كمپنۍ وتړي.
ده له مخالفينو سره د سولې د رسمي خبرو اترو د پيلېدا په موخه په روانه اونۍ كې د سولې د عالي شورا د غړو د لومړۍ غونډې څخه هم خبر وركړ.
د سولې عالي شورا اته شپېته غړي لري، چې تېره اونۍ د جمهور رئيس د وياند وحيد عمر لخوايې نوملړ اعلان شو او په رسمې توګه به له وسله والو مخالفينوسره خبرې اترې پيل كړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


