د هلمند ولايت امنتي چارواكو په نادعلي ولسوالۍ كي د ناټو په هوايې بريد كې د ۱۶ طالبانو او درې ملكي وګړو د وژلو خبر وركړ. دغه پېښه د شنبې په ورځ ناوخته په داسې حال كې رامنځته شوې، چې ناټو ځواكونو د وسله والو طالبان په يوه شورا هوايې بريد وكړ.
د هلمند ولايت امنتي چارواكو په نادعلي ولسوالۍ كي د ناټو په هوايې بريد كې د ۱۶ طالبانو او درې ملكي وګړو د وژلو خبر وركړ.
دغه پېښه د شنبې په ورځ ناوخته په داسې حال كې رامنځته شوې، چې ناټو ځواكونو د وسله والو طالبان په يوه شورا هوايې بريد وكړ.
په ياده پېښه كې د نادعلي ولسوالۍ د ټولنيزې شورا يو غړى هم وژل شوى دى.
تر دې وړاندې د نادعلي امنيه قوماندان د پنځه ويشت وسله والو طالبانو د وژلو خبر وركړى وو.
د هلمند امينه قوماندان مل پاسوال محمد حكيم انګار د يكشنبې په ورځ په لښكرګاه كې خبريالانو ته وويل، چې دغه بريد تېره ورځ د نادعلي ولسوالۍ د سيد اباد په سميه كې د وسله والوطالبانو په يوه جوړه شوې شورا تر سره شوى دى.
قوماندان وويل، چې د دې هوايي بريد په ترڅ كې څلور طالب قوماندانان له خپلو ۱۲ ملګرو او درې ملكي وګړي وژل شوي دي.
قوماندان زياته كړ، چې په ياد بريد كې څلور نور ملكې وګړي ټپيان شوي هم دي.
د نوموړي په وينا، د طالبانو د دغه شورا مشري د انور سديس په نوم طالب قوماندان كوله، چي ورسره جوخت درې نور طالب قوماندانان د ملا بلوڅ، ملا جانان او ملاحاجي په نوم هم وژل شوي دي.
په همدې اړه په لښكرګاه كې د ايمريجنسي روغتون ځيني ډاكتران وايي، چې له نادعلي څخه دوى ته څلور ټپيان، چې ملكي وګړي وو راوړل شوي وو، خو يوه يې په روغتون كې د ژورو ټپونو له امله ساه وكړه.
د سيد اباد د كلي ځايې اسيدونكي وايي، چې په دغه پېښه كې د ځايې ټولنيزې شورا يو تن غړى حبيب الله هم وژل شوى دى.
دوى وايي، طالبانو شورا د دې لپاره راټوله كړې وه، چې له خلكو څخه هغه پيسې واخلي، چې د كانالونو او ويالو د پاكولو په موخه يې له يو شمېر موسېساتو څخه تر لاسه كړې وې.
وسله والو طالبانو په دې اړه تر دې دمه څه نه دي، ويلي خو د دوى يوه وياند قاري يو سف احمدي وايي، چي د ګرېشك ولسوالۍ د مالګير په سميه كې يې په بهرنيو ځواكونو ځان وژونكى بريد كړى، چي په ترڅ كې يې شپږ بهرنيان وژلي او ۸ نور يې ټپيان كړي دي.
خو د ګرېشك امينه قوماندان لومړى بريدمن زمرى يوازې چاودنه مني، خو په دې اړه زيات معلومات نه لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


