د ننګرهار په لالپوره ولسوالۍ کې نن سهار وسله والو طالبانو پر دولت پلوو ځواکونو وسله وال بريد کړى، چې ولايتي چارواکي پکې د مرګ،ژوبلې دعوه ناسمه بولي.
د ننګرهار په لالپوره ولسوالۍ کې نن سهار وسله والو طالبانو پر دولت پلوو ځواکونو وسله وال بريد کړى، چې ولايتي چارواکي پکې د مرګ،ژوبلې دعوه ناسمه بولي.د ننګرهار د والي وياند احمدضياعبدالزى وايي بريد د افغان او بهرنيو ځواکونو پر ګډ کاروان شوى، خو د ده په وينا، هېڅ ډول تلفات نه لري.
په ختيځ کې د ايتلافي ځواکونو مطبوعاتي ادارې بيا تر پرله پسې هڅو وروسته هم په دې اړه له خبرو ډډه وکړه.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا کليد ته دعوه وکړه، چې نن سهار شپږ بجې يې په لالپوره کې وسله والو ملګرو له بهرنيو ځواکونو سره درنه مخامخه جګړه کړې او پکې د دوو ټانګونو پرله منځه وړلو سربېره يې پينځه سرتېري وژلي او څلور نور ټپيان کړي دي.
لالپوره، چې خيبرپښتونخوا ته په لنډه سيمه پرته ولسوالي ده،د ناامنيو خبرونه ترې مخکې ډېر نه ترلاسه کېدل.
تر اوسنۍ دې پېښې وړاندې مخکې پېښه پر دې ولسوالۍ د پارلماني ټاکنو پر ورځ څو توغنديز بريدونه وو، چې چارواکو پکې تلفات نه منل.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


