د پکتیکا ولایت د ښرني – اورګون په لویه لاره په ۲جلا، جلا پېښو کې، چې یوه یې چاودنه او بله یې د موټر دچپه کېدو له امله رامنځ ته شوې، د یوې امنیتي کمپنۍ ۲ ساتونکي وژل شوي دي.
د پکتیکا ولایت د ښرني – اورګون په لویه لاره په ۲جلا، جلا پېښو کې، چې یوه یې چاودنه او بله یې د موټر دچپه کېدو له امله رامنځ ته شوې، د یوې امنیتي کمپنۍ ۲ ساتونکي وژل شوي دي.د یادې لویې لاری یوه تن موټر چلوونکي په دې اړه کلید ته وویل، چې د سکوټ ځواکونو یو سرف موتر د ښرني د ولایتي بیا رغوني ډلي (پي ار ټي) اډې ته څېرمه چپه شو، چې کېدای شي سپرو کسانو ته په کې مرګ، ژوبله اوښتې وي.
د ښرني روغتون یوه تن کارمند د نوم نه ښودلو په شرط کلید ته وویل، چې په دې ترافیکي پېښه کې یو تن مړی او۵ تنه ټپیان روغتون ته وروړل شوي دي.
نوموړي د ټبیانو روغتیایې حالت د ډاد وړ وباله.
دوهمه پېښه د سروضې ولسوالۍ د کوټنۍ په سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د دې لویې لارې د جوړونې د شرکت د ساتونکو په پیاده ګزمه چاودنه وشوه.
د یادې کمپنۍ یوه تن ساتونکي، چې نه یی غوښتل نوم یې واخستل شي، کلید ته وویل، چې روغتون ته راوړل شوی وژل شوی ملګری یې د ارګون ولسوالۍ په لویه لاره د سروضي ولسوالۍ په مر بوطاتو کې وژل شوی دی.
دولتي چارواکو د یادو دواړو پېښو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه کلید ته وویل، چې د سروضې ولسوالۍ د کوټنۍ په سیمه کې یې په یوه چاودنه کې د سکوټ ځواکونو ۳ تنه ساتونکي وژلي دي.
همدارنګه مجاهد د ارګون ولسوالۍ د مڼې کنډو په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو په ۲ ټانکونو د چاودني خبر هم ورکړی، چې په وینا یې په دغه چاونه کې ۱۰ تنو ته مرګ، ژبله اوښتې ده.
كه څه هم ناټو ځواکونو په یاده سیمه کې د جاودني پخلی کړی، خو د مرګ، ژوبلې خبره یې په کلکه رد کړې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


