ads

د بمي چاودنې له كبله ۷ ملكي وګړي ووژل شول

د پكتيكا ولايت په يحى خېلو ولسوالۍ كې د عامو خلكو پر يوه موټر چاودنه شوې، چې د ځايي چارواكو په وينا، پكې ۷ تنه وژل شوي او موټر هم له منځه تللى. د پكتيكا ولايت په يحى خېلو ولسوالۍ كې د عامو خلكو پر يوه موټر چاودنه شوې، چې د ځايي چارواكو په وينا، […]

نویسنده: TKG
11 تله 1389

د پكتيكا ولايت په يحى خېلو ولسوالۍ كې د عامو خلكو پر يوه موټر چاودنه شوې، چې د ځايي چارواكو په وينا، پكې ۷ تنه وژل شوي او موټر هم له منځه تللى.

د پكتيكا ولايت په يحى خېلو ولسوالۍ كې د عامو خلكو پر يوه موټر چاودنه شوې، چې د ځايي چارواكو په وينا، پكې ۷ تنه وژل شوي او موټر هم له منځه تللى.

د پكتيكا د والي وياند مخلص افغان وايي، چې د دغه ولايت د يحى خېلو ولسوالۍ اړوند په مغلخېلو كې د سيمې اوسيدونكي ولسوالۍ ته په موټر كې روان و، چې په موټر يې د سړك د غاړې بمي چاودنه وشوه.

د مخلص په خبره، له امله يې په موټر كې سپاره اوه كسان وژل شوي او موټر هم ويجاړشوى دى.

ويل كيږي، چې وژل شوي ټول د يوې كورنۍ غړي دي، چې درې پكې ماشومان دي.

كه څه هم چارواكي وايي، چې دا ډول ماينونه وسله وال طالبان د افغان او بهرنيو ځواكونو د وژلو په موخه په لارو كې ځاى پرځاى كوي، خو وسله والو طالبانو او يا كومې بلې ډلې تر اوسه د دې پېښې پړه پر غاړه نه دى اخيستې.

د ياده ولو وړ ده، چې له دې څو ورځې وړاندې هم پكتيكا ته څېرمه د پكتيا په زرمت ولسوالۍ كې د ورته پېښې له امله څو ملكي كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د يوبل خبر له مخې په خوست كې د ملي اردو سرتېرو يو ځانمرګى له وسلو ا و چاودېدونكو توكو سره نيولى.

په اړه يې د ملي اردو يوتن چارواكى بريد جنرال اركانحرب راز محمد اورياخېل وايي، چې سرتېرو يې د خوست په مندو زيو ولسوالۍ كې داسې يوتن نيولى، چې غوښتل يې په دغه ولايت كې ځانمرګى بريدوكړي.

نوموړى زياتوي، چې له دغه كس سره يې چاوديدونكي توكي او وسله هم نيولې ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA