ads

د بريتانوى مېرمنې د راخلاصون سوله ييزه لار ناكامه شوه

د ناڅرګندو کسانو لخوا په کونړ کې د يوې امريکايي موسسې د برتانوۍ کارکوونکې او د څلورو افغان همکارانو د تښتونې  نن په داسې حال کې يوه اونۍ د ناڅرګندو کسانو لخوا په کونړ کې د يوې امريکايي موسسې د برتانوۍ کارکوونکې او د څلورو افغان همکارانو د تښتونې  نن په داسې حال کې يوه […]

نویسنده: TKG
11 تله 1389

د ناڅرګندو کسانو لخوا په کونړ کې د يوې امريکايي موسسې د برتانوۍ کارکوونکې او د څلورو افغان همکارانو د تښتونې  نن په داسې حال کې يوه اونۍ

د ناڅرګندو کسانو لخوا په کونړ کې د يوې امريکايي موسسې د برتانوۍ کارکوونکې او د څلورو افغان همکارانو د تښتونې  نن په داسې حال کې يوه اونۍ پوره کېږي، چې چارواکي يې له سوله ييزې لارې په خلاصونه کې خپل پاتې راتګ مني او په دې برخه کې د ايتلافي ځواکونو روانې پوځي هڅې خطرناکې ګڼي.

د کونړ د ولايتي شورا رئيس حاجي مياحسن عادل وايي، د ډي،آى،اې په نامه د امريکايي موسسې د دې کارکوونکو ناڅرګندو تښتونکو سره يې جرګه د تښتونې د سيمې څوکۍ ولسوالۍ په دېوه ګل کې په پام کې وه، خو کله، چې هغوى په دې برخه کې د ايتلافي ځواکونو له پوځي هڅو خبرشول، دوى سره يې ټليفوني اړيکې له منځه يوړې.

دى، چې اوس په دې برخه کې د پوځي هڅو د دوام خبر ورکوي، وايي دا به له دې پرته، چې دغه کسان ووژل شي، بله پايله ونه لري.

د کونړ امنيې قومندان خليل الله ضيايي،   وايي، چې اوس په دې اړه رسنيو ته معلومات نه شي ورکولاى.

د ډي،آى،اې امريکايي موسسې دغه کارکوونکي د تېرې يکشنبې پر ورځ له جلال اباده کونړ ته د تګ پرمهال د هغه ولايت له څوکۍ ولسوالۍ څخه وتښتول شول.

چارواکو د پېښې لامل د دغو کارکوونکو لخوا کونړ ته له  خپل تګه د امنيتي ځواکونو نه خبرول بللي، خو يو شمېرخلک بيا پړه پر دوى اچوي، چې ولې يې لويې لارې خوندي کړي او د تګ، راتګ لپاره برابرې کړي نه دي.

دا تښتونه، چې وسله والو طالبانو پکې لاس لرل رد کړي، لايې هم مسوليت چا پر غاړه نه دى اخېستى.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA