ads

په جنوب كې د ناټو ځواكونه ۹ سرتيري ووژل شول

ناټو ځواکونو وويل، چې د كندهار په پنجوايۍ کې يې وړمه ورځ د ښامار ګوزار په نوم عمليات تر سره كړي، چې پكې د طالبانو د دوو مشران په نيولو سربېره يې پنځه عسکر ووژل شول.     ناټو ځواکونو وويل، چې د كندهار په پنجوايۍ کې يې وړمه ورځ د ښامار ګوزار په نوم […]

نویسنده: TKG
10 تله 1389

ناټو ځواکونو وويل، چې د كندهار په پنجوايۍ کې يې وړمه ورځ د ښامار ګوزار په نوم عمليات تر سره كړي، چې پكې د طالبانو د دوو مشران په نيولو سربېره يې پنځه عسکر ووژل شول.

 

 

ناټو ځواکونو وويل، چې د كندهار په پنجوايۍ کې يې وړمه ورځ د ښامار ګوزار په نوم عمليات تر سره كړي، چې پكې د طالبانو د دوو مشران په نيولو سربېره يې پنځه عسکر ووژل شول.

د يادو ځواکونو په وينا، له پنځو وژل شوي سرتېرو څخه يې درې د سړک د غاړې په بمي چاودنه کې ووژل شول او دوه نور هغه يې په يوې بلې پېښې کې وژل شوي دي.

د يو بل خبر له مخې، د ګورجستان دفاع وزارت پرون په يوې خبرپاڼې کې د خپلو څلورو سرتېرو د مړينې پخلى وكړ.

د خبر پاڼې په وينا، دغه سرتېري په هلمند كې په يوې ګزمې بوخت وو، چې د سړك دغاړې ماين پرې والوت.

د دغه وژل شوي سرتېرو هويت او د مړينې كره ځاى نه دى څرګند

ځايي چارواكو او وسله والو طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA