په لغمان کې له وروستيو ناامنيو سره مل د دې ولايت چارواکي وايي، چې له مرکزي حکومت څخه يې د وضعې د کابولو په موخه د اتو سوو نورو پوليسو غوښتنه کړې.
په لغمان کې له وروستيو ناامنيو سره مل د دې ولايت چارواکي وايي، چې له مرکزي حکومت څخه يې د وضعې د کابولو په موخه د اتو سوو نورو پوليسو غوښتنه کړې.د لغمان امنيې قومندان جنرال عزيز غرني په يوه ځانګړې مرکه کې کليد ته وويل، چې د پوليسو تشکيل کې يې د ډېروالي له دې وړانديزه موخه د لغمان په بېلا، بېلو سيمو کې د عامه نظم ټينګښت دى.
دى که څه هم د مرکزي حکومت لخوا يې دې غوښتنې ته د ورکړل شوي ځواب په اړه څه نه وايي، خو زياتوي، چې له دې پوليسو به د لارې ساتنې لپاره هم ډېرکاراخلي.
د لغمان چارواکي دا خبره وروسته تردې کوي، چې له وروستيو راهيسې په دې پخوا نسبتاً سوله ييز ولايت کې هم د وسله والو طالبانو فعاليتونه او امنيتي پېښې ډېرې شوي او د يو شمېر ځايي خلکو اندېښنې يې راپارولي.
بلخوا دا لا ښکاره نه ده، چې د کورنيو چارو وزارت به لغمان ته د اتو سوو اضافي پوليسو استول وه مني او کنه؟ځکه دغه وزارت څو مياشتې وړاندې لغمان سره خوا کې د سرحدي ولايت ننګرهار د پوليسو تشکيل کې د امنيتي پېښو له رامنځته کېدو سره خوا کې د پينځو سوو پوليسو کموالى راوست.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


