ads

كونړ كې د وژل شويو كسانو په اړه بېلا بېلې دعوې

د کونړ چارواکي او د ولايتي شورا رئيس د هغو  پينځلسو وژل شويو پر هويت بېلا، بېلې دعوې لري، چې اوړمه شپه د دې ولايت د څوکۍ ولسوالۍ په دېوه ګل کې د ايتلافي ځواکونو  تر بمبار لاندې راغلي وو. د کونړ چارواکي او د ولايتي شورا رئيس د هغو  پينځلسو وژل شويو پر هويت […]

نویسنده: TKG
10 تله 1389

د کونړ چارواکي او د ولايتي شورا رئيس د هغو  پينځلسو وژل شويو پر هويت بېلا، بېلې دعوې لري، چې اوړمه شپه د دې ولايت د څوکۍ ولسوالۍ په دېوه ګل کې د ايتلافي ځواکونو  تر بمبار لاندې راغلي وو.

د کونړ چارواکي او د ولايتي شورا رئيس د هغو  پينځلسو وژل شويو پر هويت بېلا، بېلې دعوې لري، چې اوړمه شپه د دې ولايت د څوکۍ ولسوالۍ په دېوه ګل کې د ايتلافي ځواکونو  تر بمبار لاندې راغلي وو.

ايتلاف پرون په دې اړه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي وو، چې دغه کسان د دولت وسله وال مخالفين وو او له دې امله يې تربمبار لاندې راوستي، چې غوښتل يې د دوى پرځواکونو بريد وکړي.

يو شمېر ځايي خلک او له هغې ډلې د کونړ د ولايتي شورا رئيس حاجي مياحسن عادل بيا سره له دې، چې په وژل شويو کې د دولت د وسله والو مخالفينو شتوالى نه ردوي، له شمېر ښودنې پرته پکې د ولسي خلکو د موجوديت دعوه لري.

د کونړ امنيې قومندان خليل الله ضيايي بيا، چې پرون يې له ياد شوي بمباره ناخبري ښوده، نن وايي، چې د اوړمې شپې دې بمبار کې وژل شوي ټول د دولت وسله وال مخالفين وو.

دى د وژل شويو شمېر نه ښيي، خو زياتوي، چې د ولسي خلکو وژل کېدل نه مني.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له ياد شوي بمباره ناخبري ښيي، خو د حزب اسلامي وسله والې ډلې يوه وياند پرون رسنيو ته ويلي وو، چې په دېوه ګل کې يې بهرنيو سرتېرو سره نښته کې اته دغه سرتېري وژلي، خو دوى ته زيان نه دى اوښتى.

دېوه ګل، چې د کونړ يوه غره ييزه سيمه ده، ځايي خبريالان ورته د پېښې د څېړنې لپاره تګ ناشونى بولي.

ټليفوني شبکې هم هغلته سم لاسرسى نه لري، چې له امله يې خپلواکو سرچينو سره په دې اړه خبرو کې پاتې راغلو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA