د ننګرهار چارواکي د دې ولايت د حصارک ولسوالۍ پر ودانۍ او وسله وال طالبان په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د پوليسو پر يوه مرکز د بريد خبره کوي، خو چارواکي پکې د کوم زيان اوښتل نه مني.
د ننګرهار چارواکي د دې ولايت د حصارک ولسوالۍ پر ودانۍ او وسله وال طالبان په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د پوليسو پر يوه مرکز د بريد خبره کوي، خو چارواکي پکې د کوم زيان اوښتل نه مني.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له ناڅرګند ځايه په ټليفون کليد ته دعوه وکړه، چې تېر ماښام شپږ بجې يې په هسکه مېنه کې د پوليسو پر مرکز توغنديزو بريدونه كړي.
مجاهد که څه هم هلته د زيان اوښتو دعوه کړې، خو بڼه او کچه يې نه ده ښودلې.
د ننګرهار د امنيې قومندانۍ وياند سمونوال عبدالغفوردا دعوه ردوي، خو وايي د حصارک ولسوالۍ پر ودانۍ د درنو وسلو ډزې شوي، خو کوم زيان نه لري.
ننګرهار، چې له څه مودې راهيسې يې يو څه کړکېچن شوى امنيتي وضعيت راکابو شوى، ورسره له مرکز جلال اباده د پېښو مخه ولسواليو ته اوښتې.
د دې پېښو په ترڅ کې له څه مودې راهيسې د يوشمېر ولسواليو ودانۍ او د پوليسو پوستې تربريدونو لاندې راځي، چې چارواکي پکې زيان او تلفات نه مني.
وړمه شپه د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ پر ودانۍ او ترهغې څو شپې مخکې د دور بابا ولسوالۍ پر دوو سرحدي پوستو بريدونه شوي وو، چې هغه هم چارواکو بې زيانه بللي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


