ads

خوست كې ۹ وسله وال مخالفين مړه او ۷ نيول شوي

امنیتي چارواکي وایي، چې تېره شپه یې د ګډو عملیاتو په ترڅ کې ۹ تنه مخالفين وژلي او ۷ نور یې د خوست په بیلا بیلو سیمو کې ژوندي نیولي دي. امنیتي چارواکي وایي، چې تېره شپه یې د ګډو عملیاتو په ترڅ کې ۹ تنه مخالفين وژلي او ۷ نور یې د خوست په […]

نویسنده: TKG
10 تله 1389
خوست كې ۹ وسله وال مخالفين مړه او ۷ نيول شوي

امنیتي چارواکي وایي، چې تېره شپه یې د ګډو عملیاتو په ترڅ کې ۹ تنه مخالفين وژلي او ۷ نور یې د خوست په بیلا بیلو سیمو کې ژوندي نیولي دي.

امنیتي چارواکي وایي، چې تېره شپه یې د ګډو عملیاتو په ترڅ کې ۹ تنه مخالفين وژلي او ۷ نور یې د خوست په بیلا بیلو سیمو کې ژوندي نیولي دي.

په خوست کې د ملي اردو یو تن چارواکى برید جنرال ارکان حرب رازمحمد اوریاخېل وایي، چې داعملیات د خوست په علیشېرو، تریزیو او د نادرشاه کوټ په وام کلي کې ترسره کړي دي.

جنرال اوریاخېل زیاتوي، چې د وژل شويو مړي د جګړې په ډاګر کې پاتې دي.

په خوست کې د ناټو ځواکونو مطبوعاتي دفتر د پېښې تائید کړی او زیاته كړې يې ده، چې د دوی د معلوماتو له مخې د علیشېرو په برید کې ۷ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو لا تر اوسه د دې پېښو په اړه څه نه دي ویلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA