د ننګرهار والي د خوګياڼو د درېيو ولسواليو سلګونه قومي مشرانو ته په وروستي ځل څو ورځې وخت ورکړى، چې د خپلو سيمو د امنيت په برخه کې ولايتي ادارې سره د همکارۍ يا نه همکارۍ غوڅه پريکړه وکړي.
د ننګرهار والي د خوګياڼو د درېيو ولسواليو سلګونه قومي مشرانو ته په وروستي ځل څو ورځې وخت ورکړى، چې د خپلو سيمو د امنيت په برخه کې ولايتي ادارې سره د همکارۍ يا نه همکارۍ غوڅه پريکړه وکړي.دا خبردارى والي ګل آغاشېرزي تېرو څو لنډو ورځو کې د يوې غونډې پرمهال د خوګياڼو، شېرزادو او پچېراګام قومي مشرانو ته له رسنيو په يوه پټه غونډه کې ورکړى.
د والي وياند احمدضيا عبدالزى وايي د دغو درېيو ولسواليو خلکو حکومت سره په امنيتي برخه کې پخوا خپلې ډېرې کړې ژمنې نېمګړې پرېښي او له همدې امله د دې سيمو امنيتي وضعه د ډاډ وړ نه ده.
عبدالزى وايي، يادو قومي مشرانو له والي څخه د راتلونکې اونۍ تر دوشنبې ورځې پورې د شوې غوښتنې ځوابولو لپاره وخت اخېستى.
د خوګياڼو يو شمېر قومي مشرانو سره مو په دې اړه د خبرو هڅه وکړه چې د نه حاضريدو له امله يې پاتې راغلو.
د ننګرهار يادې شوې درې واړه ولسوالۍ په هغو سيمو کې راځي، چې ځايي خلک پکې په ښکاره د دولت د وسله والو مخالفينو د شتوالي خبره کوي.
ننګرهار والي د دې ولسواليو مشرانو ته وروستى خبردارى په داسې حال کې ورکړى، چې لږه موده وړاندې يې کليد ته په يوې ځانګړې مرکې کې ايتلافي ځواکونو سره په ګډه د ننګرهار د يو څه خرابې شوې امنيتي وضعې د ښه کولو لپاره د يوه امنيتي پلان د پلي كول خبر ورکړى و.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


