په خوست كې چارواكي وايي، چې د دغه ولايت په سپېره او تڼيو ولسواليو كې د دوو بريدونو له امله څوارلس وسله وال طالبان وژل شوي دي.
په خوست كې چارواكي وايي، چې د دغه ولايت په سپېره او تڼيو ولسواليو كې د دوو بريدونو له امله څوارلس وسله وال طالبان وژل شوي دي.په خوست كې د ملي اردو د دوه سوه درې تندر قول اردو د لومړۍ لېوا يوتن چارواكى بريدجنرال اركانحرب راز محمد اورياخېل وايي، چې تېره شپه د دغه ولايت د تڼيوولسوالۍ د نيريزې په سرحدي سيمه كې وسله والو طالبانو د افغان او ناټو ځواكونو په اډه بريد وكړ، چې په وينا يې وروسته ګډو ځواكونو پرې ځوابي بريد وكړ او له وسله والو يې لس تنه ووژل.
نوموړى زياتوي، چې د چارشنبې په شپه هم د خوست د سپېرې ولسوالۍ اړوند په سرحدي سيمه مير څپر كې د افغان او ناټو ځواكونو په اډه ورته بريد وشو او په ځوابيه بريد كې څلور وسله وال ووژل شول.
د سرچينې په وينا، په دواړو پېښو كې څوارلس وسله وال وژل شوي او د ټولو مړي هم د جګړې په ځاى كې پاتې دي.
د خوست د سرې مياشتې مسوولين وايي چې دوى د جګړې ځاى ته د جسدونو راټولو په موخه كسان ليږلي خو لا ورته د مړو شمېرنه دى معلوم.
د خوست د سرې مياشتې ادارې مشر قاسم تڼى وايي چې دوى ته په تڼيو ولسوالۍ كې د دريو جسدونو د وړلو ويل شوي او نور معلومات نه لري.
د وسله والو طالبانو يو تن وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې دوى په دې اړه هيڅ معلومات نه لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


