ads

بمي چاودنې د ملي اردو۳ سرتېرو ته مرګ ژوبله واړوله

تېره ورځ د پكتيا ولايت په زرمت ولسوالۍ كې د ملي اردو په پلي ګزمه د سړك د غاړې بمي چاودنه شوې، چې له امله يې يو تن وژل شوى او دوه نور يې ټپيان دي. تېره ورځ د پكتيا ولايت په زرمت ولسوالۍ كې د ملي اردو په پلي ګزمه د سړك د غاړې […]

نویسنده: TKG
8 تله 1389

تېره ورځ د پكتيا ولايت په زرمت ولسوالۍ كې د ملي اردو په پلي ګزمه د سړك د غاړې بمي چاودنه شوې، چې له امله يې يو تن وژل شوى او دوه نور يې ټپيان دي.

تېره ورځ د پكتيا ولايت په زرمت ولسوالۍ كې د ملي اردو په پلي ګزمه د سړك د غاړې بمي چاودنه شوې، چې له امله يې يو تن وژل شوى او دوه نور يې ټپيان دي.

ځايې چارواكي د پېښې پخلى كوي او وايې چې د چهارشنبې د سهار په لس بجې د زرمت ولسوالۍ د باتور په سيمه كې د ملي اردو په پلي ګزمه پسې د سړك د غاړې د بمي چاودنې له امله يو تن وژل شوى او دوه نور يې ټپيان دي .

چارواكي دا هم وايې، چې د پېښې په ځاى كې له وسله والو سره يوه شېبه نښته هم شوې، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې ناخبري ښيي.

بل خوا د ګردېز ملكي روغتون يو تن كاركوونكى، چې نه غواړي نوم يې څرګند شي وايي، روغتون ته له زرمت ولسوالۍ څخه دوه تنه ټپيان راوړل شوي.

داسې ويل كېږي، چې دا دوه تنه هم زرمت ولسوالۍ كې د بهرنيو ځواكونو د هليكوپټرو له خوا په نښه شوي ملكي وګړي دي، خو تر دې دمه يې لا په اړه ځايې چارواكو څه نه دي ويلي.

بل خوا طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې تېره ورځ يې د بهرنيو ځواكونو يو زغره وال موټر په زرمت او د سړك د امنيتي كسانو يو سرف ډوله موټر په ښواك ولسوالۍ كې د سړك د غاړې په بمي چاودنو كې ويجاړ كړى، چې پكې د زياتې مرګ ژوبلې اوښتو ادعا كوي.

ياده دې وي، پكتيا ولايت كې لا هم وسله وال طالبان پر ګډو ځواكونو بريدونه تر سره كوي، چې نږدې څو ورځې وړاندې يې ګردېز كې د بهرنيو ځواكونو په پوځي اډه بريد وكړ، چې په اړه يې دواړو خواوو بېلابېلې ادعاوې كولې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA