د كورنيو چارو وزارت د نشه يي توكو پر وړاندې د مبارزې معين ډګر جنرال باز محمد احمدي خبر وركړ، چې په تېرو شپږو مياشتو كې يې د هېواد په بېلابېلو
د كورنيو چارو وزارت د نشه يي توكو پر وړاندې د مبارزې معين ډګر جنرال باز محمد احمدي خبر وركړ، چې په تېرو شپږو مياشتو كې يې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو كې د يوه لړعملياتو په ترڅ كې په زرګونه ګيلو ګرامه نشه يي توكي او كابو ۱۵۹ قاچاق كوونكي نيول شوي دي.احمدي د چهار شنبې په ورځ د يوې خبري غونډې پرمهال د كورنيو چارو وزارت د نشه يي توكو پر وړاندې د مبارزې ستره لاسته راوړنه وبلله او زياته يې كړه، چې د تېرو شپږو مياشتو په موده كې نشه يي توكو د كښت او قاچاق د مخنيوي د عملياتو پر مهال اوه تنه پوليسو خپل ژوند له لاسه وركړى دى.
د كورنيو چارو وزارت د نشه يي توكو پر وړاندې د مبارزې معين زياته كړه، چې د ۱۳۸۹ كال له پيل راهيسې د څلور پاكستانيو په ګډون يې د نشه يي توكو ۱۵۹ قاچاق كوونكي ترنيول كېدو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل دي.
احمدي وويل، چې تر اوسه ۲۲ ولايتونه د كوكنارو له كښت څخه پاك او په څلورو نور ولايتونو كې د كوكنارو كښت صفر ته نږدې شوى دى.
د ياد ونې وړ ده، چې په هېواد كې د موقتې ادارې له پيل راهيسې، چې د نشه يي توكو د كښت او قاچاق پر وړاندې مبارزه پيل شوې افغان دولت د نړيوالې ټولنې په همكارۍ تر اوسه په دې نه دى توانيدلى، چې په بشپړه توګه په ټول هېواد كې د نشه يي توكو د كښت او قاچاق مخه ونيسي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


