د ناټو په مشرۍ نړيوالو سوله ساتو ځواکونو د يوې خبرپاڼې له لارې د خپل يوه سرتيري د وژل كېدو خبر وركړ. دغه سرتېرى، چې هويت يې نه دى څرګند نن سهار د افغانستان په جنوب كې د ماين په يوې چاودنې كې وژل شوى دى.
د ناټو په مشرۍ نړيوالو سوله ساتو ځواکونو د يوې خبرپاڼې له لارې د خپل يوه سرتيري د وژل كېدو خبر وركړ.
دغه سرتېرى، چې هويت يې نه دى څرګند نن سهار د افغانستان په جنوب كې د ماين په يوې چاودنې كې وژل شوى دى.
تېره ورځ هم، د افغانستان په جنوب کې د دغو ځواكونو يوسرتېرى وژل شوى وو.
له دې سره په هېواد كې د بهرنيو سرتېرو د وژل شويو هغو شمېره په روان ميلادي كال كې ٥٤١ تنو ته ورسېده.
تېر کال په افغانستان كې شاوخوا ٥٢١ بهرني سرتېري وژل شوي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


