ads

پكتيا كې يوې ترافيكي پېښې دوه محصلين ووژل

نن سهار لس بجې د پكتيا پوهنتون دوه تنه محصلين، چې له پوهنتونه ليليې ته پر لاره وو په يوې ترافيكي پېښې كې ووژل شول. د پكتيا پوهنتون اداري مرستيال سيد محمد مل وايي، محصلين     نن سهار لس بجې د پكتيا پوهنتون دوه تنه محصلين، چې له پوهنتونه ليليې ته پر لاره وو […]

نویسنده: TKG
6 تله 1389

نن سهار لس بجې د پكتيا پوهنتون دوه تنه محصلين، چې له پوهنتونه ليليې ته پر لاره وو په يوې ترافيكي پېښې كې ووژل شول. د پكتيا پوهنتون اداري مرستيال سيد محمد مل وايي، محصلين

 

 

نن سهار لس بجې د پكتيا پوهنتون دوه تنه محصلين، چې له پوهنتونه ليليې ته پر لاره وو په يوې ترافيكي پېښې كې ووژل شول.

 

د پكتيا پوهنتون اداري مرستيال سيد محمد مل وايي، محصلين د پوهنتون مخته د يوې كورلا ډوله موټر له خوا وهل شوي او وژل شوي دي.

نوموړى وايي، چې وژل شوي محصلين دواړه د لوګر ولايت اوسيدونكي وو او د ښوونې او روزنې پوهنځي كې پر زده كړو بوخت وو.

د پكتيا د امنيت امر بريد جنرال غلام دستګير روستميار وايي، چې په كورلا موټر كې يې دوه تنه نيولي، خو وايي، چې موټرچلونكى تښتېدلى دى.

روستميار زياتوي هڅه كوي، چې موټر چلونكى ونيسي.

د پكتيا پوهنتون محصلين ډيرى وخت د ليليې له نه شتون څخه سرټكوي او وايې د ګردېز ښار ته، چې له پوهنتونه نږدې دوه كيلومتره لرې دى په تګ راتګ كې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګريوان دي.

د يادونې وړ ده، چې تېر كال هم د پكتيا پوهنتون يو تن محصل په يوې ترافيكي پېښې ژوند له لاسه وركړى و.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA