ads

غزني كې چاودنې ۵ تنه ووژل

په غزني ښار كې نن سهار درنه چاودنه وشوه، چې پكې د لومړنيو معلوماتو له مخې د دغه ولايت د والي  د مرستيال  په ګډون  پنځه تنه  و وژل شول. په غزني ښار كې نن سهار درنه چاودنه وشوه، چې پكې د لومړنيو معلوماتو له مخې د دغه ولايت د والي د مرستيال محمد كاظم […]

نویسنده: TKG
6 تله 1389
غزني كې چاودنې ۵ تنه ووژل

په غزني ښار كې نن سهار درنه چاودنه وشوه، چې پكې د لومړنيو معلوماتو له مخې د دغه ولايت د والي  د مرستيال  په ګډون  پنځه تنه  و وژل شول.

په غزني ښار كې نن سهار درنه چاودنه وشوه، چې پكې د لومړنيو معلوماتو له مخې د دغه ولايت د والي د مرستيال محمد كاظم الله يار په ګډون  پنځه تنه  و وژل شول.

د پاتې وژل شويو كسانو هويت او د چاودنې ډول لا نه دى څرګند، خو ويل كېږي، چې په وژل شويو كسانو كې د الله يار زوى او وراره شامل دي.

يوه سيمه ييز امنيتي چاروكي، چې رسنيو ته خپل نوم دلاور زاهد ښوولى ويلي، چې په دغه بريد كې پر دوى سربېره لس تنه ملكي وګړي ټپيان دي.

د يادونې وړ ده، چې محمد كاظم الله يار په غزني ولايت كې له اتو كالو راهيسې دنده تر سره كوله او دوه مياشتې وړاندې هم پرې يوه مرګونې حمله شوې وه، چې هغه وخت ترې روغ راوتى وو.

تر اوسه د پېښې پړه لا چا پر غاړه نه ده اخيستې.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA