ads

کندهار كې د اميد ۲ په نوم عمليات پيل شول

امنيتي چارواكي وايي، کندهار ښار کې يې د ١٢٠٠ امنيتي ځواکونو لخوا د اميد ۲ په نوم تصفيوي عمليات پيل كړل. د دغه ولايت د امنيه قومندانۍ د امنيت امر فضل احمد شېرزاد كليد ته وويل،   امنيتي چارواكي وايي، کندهار ښار کې يې د ١٢٠٠ امنيتي ځواکونو لخوا د اميد ۲ په نوم تصفيوي […]

نویسنده: TKG
5 تله 1389
کندهار كې د اميد ۲ په نوم عمليات پيل شول

امنيتي چارواكي وايي، کندهار ښار کې يې د ١٢٠٠ امنيتي ځواکونو لخوا د اميد ۲ په نوم تصفيوي عمليات پيل كړل. د دغه ولايت د امنيه قومندانۍ د امنيت امر فضل احمد شېرزاد كليد ته وويل،

 

امنيتي چارواكي وايي، کندهار ښار کې يې د ١٢٠٠ امنيتي ځواکونو لخوا د اميد ۲ په نوم تصفيوي عمليات پيل كړل.

د دغه ولايت د امنيه قومندانۍ د امنيت امر فضل احمد شېرزاد كليد ته وويل، چې دغه عمليات د ملي اردو، پوليسو او نورو امنيتي ځواكونو لخوا سر له نن سهاره پيل شول او يوه اونۍ به دوام وکــــــړي.

شېرزاد وايي، چې په دغه عملياتو کې پر يوه موټر سايکل دوه سپرلۍ او کانتينري موټرانو چلېدل هم په قطعي توګه بند شوي دي.

شېرزاد زياته کړه، چې دغه عمليات به د ښار ټولې سيمې په بر کې ونيسي او د کندهار د ولسواليو دعملياتو سره په څنګ کې به په ځانګړي ډول يوازې په ښارکې  تر سره شي.

د يادونې وړ ده، چې د هېواد د نورو ناامنه سيمو غوندې کندهار هم زيات وختونه د زياتو امنيتي پېښو او په غبرګون کې يې د عملياتو شاهد پاته شوي دي .

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA