ads

کرزى:غير مسؤلې وسله والې ډلې دې بې وسلې شي

جمهور رئيس كرزي له افغان امنيتي چارواكو وغوښتل، چې په هېواد كې غير مسؤلې وسله والې ډېر ژر تر ژره بې وسلې كړي. دغه غوښتنه پرون د جمهوري رياست په ماڼۍ كې   جمهور رئيس كرزي له افغان امنيتي چارواكو وغوښتل، چې په هېواد كې غير مسؤلې وسله والې ډېر ژر تر ژره بې وسلې […]

نویسنده: TKG
5 تله 1389

جمهور رئيس كرزي له افغان امنيتي چارواكو وغوښتل، چې په هېواد كې غير مسؤلې وسله والې ډېر ژر تر ژره بې وسلې كړي. دغه غوښتنه پرون د جمهوري رياست په ماڼۍ كې

 

جمهور رئيس كرزي له افغان امنيتي چارواكو وغوښتل، چې په هېواد كې غير مسؤلې وسله والې ډېر ژر تر ژره بې وسلې كړي.

دغه غوښتنه پرون د جمهوري رياست په ماڼۍ كې د هغې غونډې په ترڅ كې وشوه، چې پكې پر افغان امنيتي چارواكو سربېره امريكايي ځواكونو مشرانو هم ګډون درلود.

له جمهوري رياسته په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې په غه غونډه کې لومړى افغان امنيتي چارواكو د هېواد د عمومي امنيتي حالت د څرنګوالي په اړه خپل رپوټونه وړاندې کړل او وروسته د هېواد په شمالي ولايتونو كې د يو شمېر غير مسؤلو وسله والو ډلو د شتون او د خصوصي امنيتي شرکتونو د ړنګولو په اړه د ترسره شويو کارونو ريپوټونه وړاندې شول.

خبر پاڼه زياتوي، چې جمهور رئيس د امنيتي چارواکو د رپوټونو له اوريدو وروسته له هغوى په کلکه وغوښتل، چې غير مسوولې وسله والې ډلې دې ډېر ژر بې وسلې کړي.

همداراز حامد کرزي د کورنيو چارو وزير ته لارښوونه وکړه، چې د خصوصي امنيتي شرکتونو د ړنګولو لپاره جدي توګه کار وکړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA