وسله وال طالبان وايي، د هغې بريتانوى مېرمنې تښتونه رد كړه، چې تېره ورځ د دغه ولايت د څوكۍ ولسوالۍ په سپين جومات سيمه كې نامعلومو وسله والو وتښتوله.
وسله وال طالبان وايي، د هغې بريتانوى مېرمنې تښتونه رد كړه، چې تېره ورځ د دغه ولايت د څوكۍ ولسوالۍ په سپين جومات سيمه كې نامعلومو وسله والو وتښتوله.دغه بريتانوى مېرمن لنډا نومېږي او د ډي آى اى امريكايي خيريه موسېسې سره يې كار كاوه.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد كليد ته په ټليفوني اړيكه كې رد كړه، چې ګنې دغه بريتانوى مېرمن دوى تښتولې.
خو د کونړ ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې د دغې مېرمنې د پيدا كولو لپاره يې جدي پلټنې پيل کړې دي.
د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال خليل الله ضيايي وايي چې له تېرې ورځې راهيسې يې قومي مشرانو سره يو ځاى په دې اړه هڅې پيل کړي.
د بريتانيا د بهرنيو چارو وزارت هم په کونړ ولايت کې د خپل هېواد ديوې تبعې تښتول کېدل تاييد کړي دي.
په کونړ ولايت کې يوې نامعلومې وسله والې ډلې ادعا کړې، چې تښتول شوې بريتانوۍ مېرمنه به د پاکستانۍ مېرمنې ډاکټرې عافيه صديقي په بدل کې خوشې کوي.
ډاکټره عافيه صديقي څو کاله وړاندې غزني کې پر امريکايي ځواکونو د بريد پر مهال نيول شوې وه او په امريکا کې يوې محکمې درې ورځې مخکې هغې ته د ٨٦ کالو بند سزا واوروله
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


