د امريکا متحده ايالاتو له بنګله دېشه وغوښتل، چې افغانستان ته خپل سوله ساتي ځواكونه واستوي او په دې هېواد كې دې د نړيوالو ځواكونو په ملکي هلو ځلو کې برخه واخلي.
د امريکا متحده ايالاتو له بنګله دېشه وغوښتل، چې افغانستان ته خپل سوله ساتي ځواكونه واستوي او په دې هېواد كې دې د نړيوالو ځواكونو په ملکي هلو ځلو کې برخه واخلي.
د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، دغه غوښته د افغانستان او پاكستان لپاره د امريكې ځانګړي استازي ريچارډ هولبروك په نيويارك د بنګله دېش هېواد له بهرنيو چارو وزير څخه كړې.
د راپور له مخې د بنګله دېش د بهرنيو چارو وزير ديپوموني هولبروك ته ډاډ وركړ، چې حکومت به يې په دې اړه غور وکړي.
بنګله دېش، كه څه هم د ملګرو ملتونو په سوله ساتو ماموريتونو کې ډېره ونډه اخيستې، خو تر اوسه يې افغانستان ته خپل سرتېري وو استولي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


