هلمند ولايت کې ځايي چارواکو د طالب قومندانانو او يو شمېر وسلود نيولو خبر ورکړ. دغو طالب قومندانانو، په ناوه او مارجه ولسواليو کې ورانكاري عملونه تر سره کول او د يو شمېر وسله والو طالبانو مشري يې پر غاړه.
هلمند ولايت کې ځايي چارواکو د طالب قومندانانو او يو شمېر وسلود نيولو خبر ورکړ.
دغو طالب قومندانانو، په ناوه او مارجه ولسواليو کې ورانكاري عملونه تر سره کول او د يو شمېر وسله والو طالبانو مشري يې پر غاړه.
په هلمند ولايت کې د دغو طالب قومندانانو او وسلو د نيولو خبر د دې ولايت د ملي امنيت مرستيال حاجي محمود پرون د شنبې په ورځ خبري رسنيو ته ورکړ.
حاجې محمود وايي، تېره اونۍ يې د بسم الله په نوم يو طالب قومندان او يو ماين خښوونکى په ناوه ولسوالۍ کې له ١٠ ميله كلاشينكوفونو، ۲ ميله راكټونو، ۳ عرادې موټرسايكلونو او۲۰ پايو مخابرو سره نيولي دي.
د ملي امنيت مرستيال وا يي، چې نيول شوى طالب قوماندان د ناوې او مارجې ولسواليو تر منځ په بېلابېلو سيمو كې د طالبانو د يوه گروپ مشري پر غاړه در لوده او په ياده سيمه كې يې پر دولتي او نړيوالو ځواكونو وسله والو بريدونه او د ماين چاودنې تر سره كولې.
بل پلو د دې ولايت له مطبوعاتي دفتره په يوې خپرې شوې خبرپاڼې كې راغلي، چې د جمعې په ورځ يې د نادعلي ولسوالۍ په لوى مانده سيمه كې د ګډو ځواكونو لخوا په يو لړ تر سره شويو عملياتو كې د ملا يونس په نوم د طالبانو يوقوماندان وژل شوى او د ملاعبدالصمد، ملا سلطان محمد او ملا دادمحمد په نوم درې طالب قوماندانان ژوندي نيولي دي.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه ندي ويلي، خو د دوى د ډلې يو تن وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې په مارجې ولسوالۍ كي يي د بهرنيو ځواكونو درې قرار ګاوې په شاه كړي او د يوه ماين په چاودنه كې يې درې بهرني سرتري وژلي دي.
خو په هلمند كې د پوليسو دعامه نظم د قطعي قوماندان سمونوال غلام سخي وايي، چې بهرنيو ځواكونو درې قرارګاوې د هغه جوړ شوي پلان له مخې، چې بهرنيان به د مارجې شاخوا او افغان ځواكونه به د مارجې مركزي سيمو د امنيت ساتنه كوي وتلي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


