د کونړ ولايت په مرکز اسعداباد کې تېره شپه د وسله والو طالبانو او پوليسو ترمنځ نښته کې يو پوليس او دوه وسله وال طالبان ووژل شول. د کونړ د امنيه قوماندان مل پاسوال خليل الله ضيايي
د کونړ ولايت په مرکز اسعداباد کې تېره شپه د وسله والو طالبانو او پوليسو ترمنځ نښته کې يو پوليس او دوه وسله وال طالبان ووژل شول.
د کونړ د امنيه قوماندان مل پاسوال خليل الله ضيايي پېښه هغه مهال رامنځته شوه، كله چې، وسلوالو طالبانو د اسعداباد اړونده د نواباد سيمې پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل.
د ضيايي په وينا، پېښه كې د ملي پوليسو ۳ سرتيري ټپيان شوي هم دي.
د پېښې په اړه لا وسله والو طالبانو رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


