ads

د ملي امنيت پر يوه ځايي چارواكي بمي چاودنه

د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې تېر ماښام ناوخته د ملي امنيت د يوه ځايي چارواکي پر موټر چاودنه شوې، چې پکې د اوښتو تلفاتو په اړه بېلا،بېلې دعوې روانې دي.   د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې تېر ماښام ناوخته د ملي امنيت د يوه ځايي چارواکي پر موټر چاودنه شوې، چې پکې د […]

نویسنده: TKG
4 تله 1389
د ملي امنيت پر يوه ځايي چارواكي بمي چاودنه

د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې تېر ماښام ناوخته د ملي امنيت د يوه ځايي چارواکي پر موټر چاودنه شوې، چې پکې د اوښتو تلفاتو په اړه بېلا،بېلې دعوې روانې دي.

 

د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې تېر ماښام ناوخته د ملي امنيت د يوه ځايي چارواکي پر موټر چاودنه شوې، چې پکې د اوښتو تلفاتو په اړه بېلا،بېلې دعوې روانې دي.

 

د ننګرهار د امنيې قومندانۍ وياند سمونوال عبدالغفور وايي   چاودنه د کوټ ولسوالۍ د ملي امنيت د مدير پر  شخصي کرولا موټر شوې، چې پکې هغه وژل شوى او يو ساتونکى يې ټپي شوى.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد، چې کليد ته يې په ټليفوني اړيكه كې د پېښې مسوليت پر غاړه واخېست، بيا پېښه کې د کوټ ولسوالۍ د ملي امنيت پر مدير سربېره د هغه د مرستيال او څلورو ساتونکو د وژلو دعوه کوي.

د کوټ ولسوالۍ ځايي چارواکو په دې اړه له خبرو ډډه وکړه، خو بايد وويل شي، چې دا له څو ورځو راهيسې په ننګرهار کې د ملي امنيت پرکارکوونکو دويمه چاودنه ده.

څو شپې وړاندې د ننګرهار مرکز جلال اباد کې تريوې عادي چاودنې وروسته د پېښې ځاى ته د ملي امنيت او نورو امنيتي ځواکونو په رسېدو بله چاودنه شوې وه، چې د يوې پوځي سرچينې په خبره د دې ادارې شپږ ساتونکي پکې سخت ټپيان شول.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA