د ناټو په مشرۍ نړيوالو سوله ساتو ځواکونو ويلي، چې د افغانستان په جنوب کې يې دوه نور سرتېري وژل شوي. دغه خبر په کابل کې د يادو ځواکونو مطبوعاتي دفتر څخه په خپرې شوې خبرپاڼې كې راغلى.
د ناټو په مشرۍ نړيوالو سوله ساتو ځواکونو ويلي، چې د افغانستان په جنوب کې يې دوه نور سرتېري وژل شوي.
دغه خبر په کابل کې د يادو ځواکونو مطبوعاتي دفتر څخه په خپرې شوې خبرپاڼې كې راغلى.
خبر پاڼه زياتوي، چې ياد شوي سرتېري نن سهار د افغانستان په جنوب کې د ماين په يوې چاودنې کې وژل شوي دي.
يادو ځواكونو د وژل شويو سرتېرو هويت او د پېښې کره ځاى نه دى په ګوته کړى.
پرون هم ايساف ځواكونو د هېواد په ختيځ کې د خپلو ۳ سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړى و.
روان ميلادي کال په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو لپاره تر ټولو خونړى کال ثابت شوى دى.
تراوسه په دې کال کې ٥٣٦ بهرني پوځيان وژل شوي، چې ډېرى يې امريکايان او بريتانويان دي.
تېر کال په هېواد کې ٥٢١ بهرني پوځيان وژل شوي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


