ads

جلال اباد كې ترافيكي پېښې ۷ تنه ووژل

د جلال اباد په خالص فاميليو کې د سرحدي پوليسو د رينجر او يوه ولسي موټر ټكر له كبله نن سهار اووه تنه ووژل شول، چې اکثره يې د يوې کورنۍ غړي دي. د جلال اباد په خالص فاميليو کې د سرحدي پوليسو د رينجر او يوه ولسي موټر ټكر له كبله نن سهار اووه […]

نویسنده: TKG
4 تله 1389

د جلال اباد په خالص فاميليو کې د سرحدي پوليسو د رينجر او يوه ولسي موټر ټكر له كبله نن سهار اووه تنه ووژل شول، چې اکثره يې د يوې کورنۍ غړي دي.

د جلال اباد په خالص فاميليو کې د سرحدي پوليسو د رينجر او يوه ولسي موټر ټكر له كبله نن سهار اووه تنه ووژل شول، چې اکثره يې د يوې کورنۍ غړي دي.

د ننګرهار د ترافيکو مديرغلام دستګير رحيمي وايي، پېښه د خالص فاميليو په رېنګ روډ سيمه کې شوې، چې پکې د سرحدي لېوا موټرچلوونکى او په ولسي موټر کې ناست شپږ تنه نور وژل شوي.

د ترافيکو د مدير په وينا، په وژل شويو شپږو ولسي وګړو کې دوه ښځې او يوه ماشومه نجلۍ هم شاملې دي.

ترافيکو مدير د پېښې پړه غاړه او نور جزيات روښانه نکړل، خو ويې ويل په دې اړه پلټنې روانې دي.

ننګرهار، چې له څه مهال راهيسې پکې ترافيکي پېښې راکمې شوې وې، دا يې له وروستيو راهيسې يې دا يوه له مرګونو ترافيکي پېښو څخه شمېرل كېږي.

دلته د ترافيکي پېښو لامل د ترافيکي پرسونل کموالى،د ښاري او ګڼ مېشتو سيمو زياتيدل او د ترافيکي قوانينو پوره نه عملي کېدل ګڼل کېږي، چې يو شمېر دا خبرې چارواکي هم نه ردوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA