ads

امريكايي ځواكونو شپږ تنه مخالفينو سره د تړاو په تور نيولي

په ننګرهار کې ځانګړو امريکايي ځواکونو ((سپېشل فورس)) شپږ تنه  د دولت وسله والو مخالفينو سره د تړاو په تور نيولي. بلخوا همدلته افغان امنيتي ادارې هم له يو شمېر ناچاوده توکيو سره د دوو شکمنو دولت ضدو د نيونې خبره کوي.   په ننګرهار کې ځانګړو امريکايي ځواکونو ((سپېشل فورس)) شپږ تنه  د دولت […]

نویسنده: TKG
4 تله 1389

په ننګرهار کې ځانګړو امريکايي ځواکونو ((سپېشل فورس)) شپږ تنه  د دولت وسله والو مخالفينو سره د تړاو په تور نيولي. بلخوا همدلته افغان امنيتي ادارې هم له يو شمېر ناچاوده توکيو سره د دوو شکمنو دولت ضدو د نيونې خبره کوي.

 

په ننګرهار کې ځانګړو امريکايي ځواکونو ((سپېشل فورس)) شپږ تنه  د دولت وسله والو مخالفينو سره د تړاو په تور نيولي.

بلخوا همدلته افغان امنيتي ادارې هم له يو شمېر ناچاوده توکيو سره د دوو شکمنو دولت ضدو د نيونې خبره کوي.

لومړني شپږ تنه د جلال اباد په مرستون څلور لاري کې تېره شپه د بهرنيو او د هغوى د کومې امنيتي کمپنۍ اړوندو ځواکونو په عملياتو کې  نيول شوي.

تر عملياتو لاندې راغلې سيمه، چې ساختماني شرکت بلل کېږي او  افغان پوليس پکې مېشت دي، په ختيځ کې د ايتلافي ځواکونو مطبوعاتي اداره پرې د دوى لخوا د عملياتو کېدل نه مني.

خو د همدې ايتلافي ځواکونو يوې باوري سرچينې بيا کليد ته په خبرو كې ومنله، چې ځانګړو امريکايي ځواکونو ((سپېشل فورس)) او ورسره د ملګرې يوې امنيتي کمپنۍ وسله والو ياد شوي عمليات کړي او پکې يې د دولت شپږ وسله وال مخالفين له يو شمېر وسلو سره نيولي.

د سرچينې په خبره، نيول شوي به د بې ګناهۍ په صورت کې راخلاص کړاى شي.

د ننګرهار د امنيې قومندانۍ وياند سمونوال عبدالغفور د عملياتو د ترسره کېدو په تاييد سره له نورو جزياتو يې ناخبري ښيي.

دى، چې د سره رود ولسوالۍ امنيې قومندان هم دى،د قومندانۍ د پوليسو لخوا يې د ملي امنيت ادارې په مرسته له يو شمېر ناچاوده توکيو سره د دوو شکمنو دولت ضدو د نيونې خبره کوي.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا کليد ته دوى سره د نيول شويو شپږو تنو تړاو رد کړ او د پاتې دوو نورو له تړاوه يې ناخبري وښوده.

په ننګرهار کې له وروستيو راهيسې د امنيتي پېښو په يو څه ډېريدو سره ورته نيونې او عملياتونه هم زيات شوي.

يو شمېر ځايي خلک، چې دا چارې د خپلو وسله والو مخالفينو پرضد د دولت پلوو ځواکونو د چټکتيا نښه ګڼي، پکې د کره والي غوښتنه لري او وايي کله، کله دې هڅو کې ولسي او بې ګناه خلکو ته هم زيان اوړي.

 

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA