تېره ورځ د پكتيا مركز ګردېز كې د بهرنيو ځواكونو پر پوځې اډې د وسله والو طالبانو يوې ډلې، چې په چاودېدونكو واسكټونو سربېره يې درنې او سپكې وسلې هم لرلې بريد وكړ.
تېره ورځ د پكتيا مركز ګردېز كې د بهرنيو ځواكونو پر پوځې اډې د وسله والو طالبانو يوې ډلې، چې په چاودېدونكو واسكټونو سربېره يې درنې او سپكې وسلې هم لرلې بريد وكړ.
د پكتيا والي وياند روح الله سمون وايي، چې په بريد كې پنځه تنه بريد كوونكي او د اډې يو افغان ساتونكى وژل شوي، د ملي اردو يو عسكر، د اډې يو افغان ساتونكى او يو ملكي وګړى ټپيان دي.
سمون دا هم وايي، چې درې تنه بريد كوونكي په ټپي حالت كې نيول شوي هم دي.
خو په جنوب ختيځ زون كې د بهرنيو ځواكونو د مطبوعاتي دفتر له خوا رسنيو ته ويل شوي، چې په نښته كې يوازې درې بريد كوونكي وژل شوي او د پوځي اډې يو افغان ساتونكى ټپي دى.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا رسنيو ته ويلي، چې په بريد كې يې ۳۰ تنو افغان او بهرنيو عسكرو ته مرګ ژوبله اړولې، يوه هليكوپټر او اته زغره وال ګاډي يې ويجاړ كړي دي.
مجاهد دا هم وايي، چې په بريد كې د دوى پنځه تنه بريد كوونكي وژل شوي او پنځه نور يې د نښتې له ځايه ژوندي وتلي دي.
د ا لومړي ځل نه دى، چې د وسله والو طالبانو له لوري د امنيتې ځواكونو په اډو وسله والو او ځانمرګي بريدونه كيږي له دې وړاندې هم په خوست او پكتيا ولايتونوكې په دولتي ودانيو او پوځي اډو ورته بريدونه شوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


