ايساف ځواکونه د لغمان په اليشنګ ولسوالۍ کې خپلو افغان ملګرو سره له تېرې شپې راهيسې په پيل کړو هوايي او تصفيوي عملياتو کې د دولت د تردېرشو زياتو وسله والو مخالفينو د وژنې دعوه لري.
ايساف ځواکونه د لغمان په اليشنګ ولسوالۍ کې خپلو افغان ملګرو سره له تېرې شپې راهيسې په پيل کړو هوايي او تصفيوي عملياتو کې د دولت د تردېرشو زياتو وسله والو مخالفينو د وژنې دعوه لري.
په ختيځ کې د ايتلاف له مطبوعاتي ادارې کليد ته راغلې خبرپاڼه کې عمليات کوونکي د افغان ملي اردو، پوليسو او ايتلاف اړوند دوه سوه پنځوس سرتېري ښودل شوي او زياته شوې، چې د دولت دا مخالف وسله وال وروسته تر هغې وژل شوي، چې پر عمليات کوونکو ځواکونو يې بريدونه وکړل.
ايتلاف د دې په خواکې، چې د عملياتو د دوام خبر ورکوي، وايي ولسي خلکو ته پکې کوم زيان نه دى اوښتى.
د لغمان د والي وياند ګل رحمان همدرد د عملياتو ځاى د اليشنګ ولسوالۍ ماسمود سيمه ګڼي او وايي پکې د دولت وسله والو مخالفينو ته د اوښتي زيان معلومات نه لري.
دولت پلوه ځواکونه په دې عملياتو کې خپلې غاړې ته لا د کوم زيان پخلى نه دى کړى او د وسله والو طالبانو وياند سره تر بيا، بياهڅو وروسته په دې اړه خبرو کې پاتې راغلو.
لغمان، چې له وروستيو راهيسې امنيتي پېښې پکې زياتې شوي،څه موده وړاندې يې د مرکز په درېيو سيمو کې هم ورته تصفيوي عمليات شوي وو، چې د وسله والو طالبانو ترڅنګ دولتي سرتېرو ته هم پكې درنه مرګ،ژوبله اوښتې وه.
دا، چې دا پيل شوي عمليات به هم لکه د هماغو تېرو په شان شاوخوا مياشت او که به لنډه موده کې پاى ته رسيږي،چارواکي يې په اړه څه نه وايي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


