په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دوى او افغان ځواكونو لخوا نيول شوي ژورنالستان خوشې شول.
په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دوى او افغان ځواكونو لخوا نيول شوي ژورنالستان خوشې شول.
خبرپاڼه زياتوي، چې دغه ژورنالستان د دوى د استخباراتي اطلاعاتو پربنسټ له وسله والو طالبانو سره د تړاو په تور نيول شوي وو.
په نيول شويو کسانو کې په غزني ولايت کې د الجزيرې عربي ټلويزيون او اسوشېټېډ پرېس اژانس كمره مين رحمت الله نېکزاد او په کندهار ولايت کې د الجزيرې بل کمره مين محمد نادر شامل دي.
دغه راز د ملي امنيت موظفينو په کاپيسا ولايت کې د ملي راډيو ټلويزيون د خپرونو مدير حجت الله مجددي نيولى و.
دغه ژورنالستان تېره اونۍ د افغان او نړيوالو ځواکونو له خوا دعملياتو پر مهال نيول شوي وو.
ايساف ويلي، چې له پلټنو وروسته معلومه شوه، چې ياد شوي خبريالان امنيتي ځواکونو ته کوم ګواښ نه دى او خوشې کړل شول.
خو د حجت الله مجددي كورنۍ ويلي، چې زوى يې تراوسه کور ته نه دى راغلى.
بلخوا د بې پولې خبريالانو نړيوال سازمان (ار اېس اېف) هم، د يادو شويو خبريالانو خوشې کېدل تاييد کړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


