ads

بغلان كې دوه وسله وال غله ونيول شول

د بغلان ولایت امنیتی چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په مربوطاتو کې يې دوه تنه وسله وال غله نیولي دي. دغه غله، چې ویل کیږی په ځینو سیمو کی یی لاس په پراخو غلاګانو پورې کړى   د بغلان ولایت امنیتی چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په مربوطاتو کې يې دوه تنه وسله […]

نویسنده: TKG
3 تله 1389

د بغلان ولایت امنیتی چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په مربوطاتو کې يې دوه تنه وسله وال غله نیولي دي. دغه غله، چې ویل کیږی په ځینو سیمو کی یی لاس په پراخو غلاګانو پورې کړى

 

د بغلان ولایت امنیتی چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په مربوطاتو کې يې دوه تنه وسله وال غله نیولي دي.

دغه غله، چې ویل کیږی په ځینو سیمو کی یی لاس په پراخو غلاګانو پورې کړى و او څو ځلی مخکې هم په نورو غلاګانو تورن وو په یو لړعملیاتو کې د نهرین په ولسوالۍ کې نیول شوي دي.

د بغلان امنیه قوماندان عبدالرحمن رحیمي وایي، دغه كسان د نهرین ولسوالۍ سیاه درې تنګي کې له پولیسو سره د دوه ساعته وسله والې نښتې وروسته نیول شوي دي.

د رحيمي په وينا، له نیول شویو کسانو څخه دوه میله وسله،  ۳۰ پایې ګرځنده مبایلونه، او۷۰ زره افغانۍ، چې څه موده وړاندې يې له خلکو غلا کړي وو تر لاسه شوي دي.

دی وایي، چې ترلاسه شوي توكي بېرته خپلو اصلي خاوندانو ته سپارل شوي او لا زیاتې پلټنې روانې دي.

هېره دې نه وي، چې د بغلان– کندوز پر لویه لاره هم، څه موده وړاندې مسافرینو له وسله والوغلو سرټکاوه، چې د چارواکو په وینا په اوس يې د لارې په اوږدو كې یو شمېر نوې امنیتي پوستې جوړې كړي.

که څه هم د دغې لویې لارې مسافرین دغلو په نیولو چارواکي په ناغېړی تورنوي، خو امنیتي چارواکي وایي، چې دغه ستونزې يې تر ډېره کابو كړي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA