ads

پكتيكا كې پر ناټو ځواكونو بمي چاودنه

د چهارشنبی په ورځ ماښام د ښرنی مټاخان پر لویه لاره د مټاخان ولسوالۍ اړوند د ابراهیمزو په سیمه کی د ناټو پریوه ټانګ د ماین چاودنه شوي . د چهارشنبی په ورځ ماښام د ښرنی مټاخان پر لویه لاره د مټاخان ولسوالۍ اړوند د ابراهیمزو په سیمه کی د ناټو پریوه ټانګ د ماین […]

نویسنده: TKG
1 تله 1389

د چهارشنبی په ورځ ماښام د ښرنی مټاخان پر لویه لاره د مټاخان ولسوالۍ اړوند د ابراهیمزو په سیمه کی د ناټو پریوه ټانګ د ماین چاودنه شوي .

د چهارشنبی په ورځ ماښام د ښرنی مټاخان پر لویه لاره د مټاخان ولسوالۍ اړوند د ابراهیمزو په سیمه کی د ناټو پریوه ټانګ د ماین چاودنه شوي .

د پېښي یوه تن عینی شاهد په دې اړه کلید ته وویل، چې چاودنه هغه مهال رامنځته شوه کله، چې د ناټو ځواکونو یو کاوران پردې لویه لاره تېرېده .

نوموړي زیاته کړه، چې له چاودنې وروسته یادې سیمې ته درې هليكوپټر الوتکې هم راغلې او کېدای شي، چې د پېښې ټپیان یې له ځانه سره وړي وي .

بلخوا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دې چاودنې مسولیت پرغاړه واخیست او ويې ویل، چې په دې چاودنه کې یې د ناټو ځواکونو موټر ویجاړ کړی او ټول سپاره کسان یې پکې وژلي دي .

ناټو په یاده سیمه کې د چاودنې پخلی کړی، خو د اوښتي زیان په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.

دا په داسي حال کې ده، چې څه موده وړاندې هم په همدې لویه لاره د ناټو ځواکونو پر موټر د ماین چاودنه شوې وه، چې د ناټو په ځوابي ډزو کې یو تن ۸۰ کلن سپين ږیری وژل شوی و .

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA