ads

د ترافیکي پېښو له امله دوه کسان ووژل شول

په پکتیکا ولایت کې په دوو بېلابېلو ترافیکي پېښو کې دوه کسان ووژل شول . لومړۍ پېښه د چهارشنبې په ورځ ناوخته  د ښرنې بازار کې هغه مهال رامنځته شوه، كله چې یو تن موټرسايكل چلونكى تر ټېلر موټر سره ټکر وکړ.   په پکتیکا ولایت کې په دوو بېلابېلو ترافیکي پېښو کې دوه کسان […]

نویسنده: TKG
1 تله 1389

په پکتیکا ولایت کې په دوو بېلابېلو ترافیکي پېښو کې دوه کسان ووژل شول . لومړۍ پېښه د چهارشنبې په ورځ ناوخته  د ښرنې بازار کې هغه مهال رامنځته شوه، كله چې یو تن موټرسايكل چلونكى تر ټېلر موټر سره ټکر وکړ.

 

په پکتیکا ولایت کې په دوو بېلابېلو ترافیکي پېښو کې دوه کسان ووژل شول .

لومړۍ پېښه د چهارشنبې په ورځ ناوخته  د ښرنې بازار کې هغه مهال رامنځته شوه، كله چې یو تن موټرسايكل چلونكى تر ټېلر موټر سره ټکر وکړ.

همدارنګه په یوه بله ترافیکي پېښه کې د پکتیکا ولایت د یوسف خېلو په ولسوالۍ کې د ملي اردوځواکونو له لوري هم یو تن موټر سایکل سپور په موټر ووهل شو.

د پکتیکا ولایت د ترافیکو مدیر سردارمحمد(اوښوال) د دې خبري د پخلي پرمهال کلید ته وویل، چې دا ډول پېښي د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ او ترافیکي قوانینو د نه مراعات له امله رامنځ ته کېږي.

نوموړي وویل، چې د دا ډول پېښو د مخنیوي لپاره یې په مرکز ښرنه کې د موټر چلوونکو لپاره د ترافیکي پېښو د مخنیوي او ترافیکي قوانینو د پوهېدو په موخه کورسونه جوړ کړي ،ترڅو خلک دا کورسونه تعقیب او وروسته د ډرېورۍ لایسنس ترلاسه كړي.

د پکتیکا ولایت د مرکزي روغتون د معلوماتو له مخې د کوچني اختر راپه دېخوا په تېرو دوولسو ورځو کې دوه سوه اته ویشت ترافیکي پېښېرامنځته شوي.

سرچينې زياته كړې، چې له دې جملې څخه پنځو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او پنځه پنځوس تنه یې د زیاتي درملنې په موخه کابل ته لیږلي او د پاتې نورو یې په همدې روغتون کې درملنه كړې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA